په پیښور کې د سکانو له خوا مسلمانانو ته روژه ماتی
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د سکانو ټولنې په رمضان میاشت کې روژه لرونکو ته د روژه ماتي برابرولو مرکزونه جوړوي. په دې انځوریز رپوټ کې تاسې د هغه یوه مرکز څو انځورونه لیدلې شي چې د پښور د یوه روغتون ترڅنګ جوړ شوی.
د روژه لرونکو خدمت
سږ کال هم سکانو د پيښور په مختلفو سیمو کې د مسلمان روژه لرونکو له پاره د روژه ماتې یا افطار بندوبست کړی وو. تر ټولو ډیر ازدهام د ریډیریډنګ روغتون تر څنګ سیمه کې لیدل کیږي. د دې یو دلیل دا هم دی چې د ناروغانو پيوازان چې د لیري پرتو سیمو څخه د خپلو ناروغانو سره په دغه روغتون کې پاتې شوي وي، تازه او وړیا خواړه او روژه ماتې ترلاسه کوي.
آشپز مسلمان
د ګوپال سنګهـ په خبره دوی د خواراک څښاک توکي تر اخیستلو وروسته هغه یو مسلمان آشپز ته سپاري او پخلې پر هغه کوي، تر څو د هیڅ ډول شک ګنجایش پاتې نه شي. سنګهـ زیاتوي چې دا هر څه دوی د ښه نیت له مخې کوي، تر څو د مساپرو او بی وسه خلکو سره مرسته وکړي.
دسترخوان د ټولو له پاره
د سکانو ټوله د پيښور ښار په دغه لوی روغتون کې د بستر شویو ناروغانو د پیوازانو، د روغتون کارکونکو او بی وزله خلکو ته روژماتې برابروي او په ډیر اخلاص یې خدمت کوي.
ټولنیز خدمت
د سکانو له خیریه ټولنې څخه دانیال او جوهیندر سنګهـ وایې چې د افطار کمپونو یا مرکزونو جوړول یوازې یو ټولنیز اقدام دی چې له بل څخه په کې هیڅ ډول مرسته نه ترلاسه کوي او یوازې همدوی دغه لګښتونه په غاړه اخلي. هغه دا هم وویل چې دوی حتی له مسلمانانو سره د پيوستون له پاره روژې هم نیسي.
کوم شیان د روژه ماتې له پاره تیاریږي
په افطار یا روژه ماتي کې روژه دار ته لومړی شربت، خورما، پیکوړې او سمبوسۍ او وروسته بیا نور خواړه وړاندې کیږي. ګوپال سنګهـ وایې دوی د روژې میاشت په احترام په ښکاره ډول د خلکو په عام محضر کې له خوراک څښاک څخه ډډه کوي.
ځوان سکان تر ټولو مخکې دي
د سکانو ځوانان د رژوه لرونکو د خدمت له پاره تر ټولو مخکې ولاړ وي او د روژماتې پر مهال مسلمان روژه لرونکو ته د خوراک څښاک شیان وړاندې کوي. د ښار په مختلفو برخو کې سک هټیوال وایې چې دوی د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې هم د امکان تر کچې کموي.