په چین کي د واوري اورېدل
له ۲۰۱۳کال راهیسي دا لومړی وار دی، چي چارواکو د زیات یخ ګواښ کړی دی: دا په دې اونۍ کي دوهم وار دی چي یوه یخه څپه چین رېږدوي او هغه سیمي، چي واوره پکښي نه کېده، په جادويي ژمي بدلوي.
شاعرانه منظره
غرنی هوساینځای چګنده، چي د پېکینګ په شمال ختیځ کي نژدې ۲۰۰ کیلومتره لیري پروت دی لیدونکي ورڅخه په دغه سخت ژمي کي ډېر خوند اخلي. د هیواد په شمال او لوېدیځ کي ډېري غرنی سیمي د سختي سړې هوايي له امله د لنډ وخت له پاره تړل سوي دي. د هوا پيژندونکو په خبر، ښايي چي په پیکینګ کي هوا د سانټي ګراډ منفي ۱۸ ته ورسیږي.
پانډا یږ د واوري په اورېدو خوشحاله دی
لیدل کېږي، چي«پانډا»منګ لان یږ د پېکینګ په ژوبڼ کي په ډيري کرارۍ له یوې درختي څخه د درنې واوري اورېدو ننداره کوي. د هوا پيژندني ملي ادارې له سیمه ایزو ادارو څخه غوښتي دي چي د استوايي ګټورو نباتاتو ساتنه وکړي.
د یو ښه عکس له پاره د سخت یخ منل
په پېکینګ کي د مشهور برج ډرام پرمخامخ د عکسونو اخیستل ډېر په زړه پوري دي او دا چي واوره بیا پر دېوالونو پرته وي ځانګړې ښکلا لري. د امنیتي دلایلو له امله د چین د پلازمېني لويي لاري تړل سوي دي، د اورګاډو خدمتونه د لنډ وخت له پاره درېدلي دي. له چهارشنبې راهیسي ښوونځي په انلاین بڼه لوست ورکوي. له شرکتونو غوښتل سوي دي، چي له خپلو کارمندانو سره د ترافیکي ګڼي ګوڼي له امله یو لار یوسي.
د واوري او یخ سره بیاهم د نندارچیانو ډېروالی
د اکتوبر میاشتي له هغي وروستۍ تودې اونۍ څخه چي په دې یوه لسیزه کي يې سابقه نه درلوده، وروسته یوې یخي څپې او زیاتي واوري اورېدو پېکینګ رېږدولی دی. هلته دومره واوره اورېدلې ده، چي ۷۳ زره کسان يې په پاکولو بوخت دي، مګر بیاهم له یوشمېر داوطلبانو څخه د مرستي هیله سوې ده. استخدام سويو مرستندویه لیدونکو یوعبادتځای ته د غزېدلو لارو څخه د واوري پاکولو ته ځانونه ور رسولي دي.
واورین خلاقیتونه
په واوره کي ساعتیری او تفریح باید له پامه ونه غورځل سي. د پېکینګ په سویل کي ۴۵۰ کیلومتره لیري د انیانګ په ښارکي د اورېدلي واوري څخه د یو واورین سړي جوړول بسنه کوي.
یومخ سپينه واوره
سخت یخ او واري په لیانیونګانګ کي د هواګو غره یوه نادره ننداره وړاندې کړې ده. دغه د ګرځندویانو زړه وړونکې ننداره د چین په ختیځ کي د پېکینګ او شانګهای ترمنځ د لويي لاري پر سر د جیانګ په ولایت کي ده. د دې سیمي اوبه او هوا نیمايي ګرمسیر دي. ژمی يې معمولا معتدل او نسبتاً وچ دی.
ښایسته واوریني سوژې
د چین په شمال کي د جیلین ولایت د چانګچون په سیمه کي تر صفر کښته یخ بشپړه طبیعي ده. په ژمي کي دې ځای ته د ګرځندویانو پام را اوړي. دغه واورینه مجسمه یوه له «چانګچون یخ او د نوي واوریني نړۍ» څخه ده. دا په نړۍ کي د خپل ډول د افسانوي واورین یخ اووه ویشتمه ننداره ده.