په چین کې د ایغور مسلمانانو قبرونه نړول کیږي
۱۳۹۸ مهر ۱۸, پنجشنبهپه چین کې د ایغور مسلمانانو د یو شمیر فعالانو په وینا د چین حکومت اوسمهال په دې سیمه کې د ایغور مسلمانانو د قبرونو د نړولو لړۍ پیل کړې ده. د دوی په وینا د قبرونو تر لمنځه وړلو وروسته، دوی په قبرونو کې د خښ کړل شوو کسانو هډوکي هم خلکو ته ورښيي.
دغه ایغوریان زیاتوي چې په دې ترڅ کې د ایغور مسلمانانو د یو شمیر مهم شخصیتونو قبرونه هم له منځه وړل شوي دي. د چین په سنکیانګ ایالت کې د میشت ایغوریانو په حواله، د چین حکومت د دوی د دود او فرهنګ د لمنځه وړلو سربیره حکومت د دوی د نیکونو پاتې شوې نخښې هم له منځه وړي.
د فرانسې خبري آژانس په حواله د ایغور مسلمانانو قبرونه په بې ساري بې رحمۍ سره له منځه وړل کیږي. د فرانسې خبري آژانس خبریال په دریو جلا سیمو کې په نړول شویو قبرونو کې د انسانانو هډوکي هم لیدلي دي. په دې ترڅ کې د ایغور مسلمانانو یو شمیر زیارتونه هم له منځه وړل شوي او د زیارت د ودانۍ پر ځای اوس د نړیدلو ودانیو پاتې شونې پرتې دي.
په ورته وخت کې د قبرونو د نړولو په هکله ځايي حکومت وايي چې د ښار د پراخولو له پاره یې یو شمیر پخواني قبرونه له منځه وړي دي، داسې یو دريځ چې ایغور مسلمانانو یې ردوي. د صالح هدی یار، په نامه یوه ایغور مسلمان چې د خپلې کورنۍ اړوند قبرونه یې هم له منځه وړل شوي دي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د قبرونو په لمنځه وړلو سره د چین حکومت غواړي چې د ایغور مسلمانانو اساس له منځه یوسي ترڅو د دوی راتلونکی نسل له خپل تیر تاریخ څخه محروم شي.
د اټکلونو له مخې اوسمهال شاوخوا ۱۰ لکه ایغور مسلمانان «د ذهني پاکوالي» په موخه د چین په یو شمیر داسې مرکزونو کې ساتل کیږي چې کمپونه ته ورته دي. د چین حکومت یاد مرکزونه «د روزنې د مرکزونو» په نامه یادوي او وايي چې په دغه راز مرکزونو کې د ایغور مسلمانانو وګړي له سخت دريځۍ څخه د ساتنې په موخه تر روزنې لاندې دي.