په کانګو کې سیلابونو شاوخوا ۴۰۰ کسان وژلي دي
د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې سیلابونو تر اوسه تر ۴۰۰ ډېر کسان وژلي دي. په سلګونو کورونه او د کرنیزو ځمکو یوه زیاته برخه هم ویجاړه شوې ده. روانډا کې هم سېلابونو تر ۱۳۰ ډېر کسان وژلي دي.
په کانګو کې سخت سیلابونه
د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې له سختو سیلابونو وروسته تر اوسه د ۴۰۰ قربانیانو مړي موندل شوي دي.
سخت باران د سیلابونو لامل دی
د کانګو په جمهوریت کې د کیو جهيل په لویدیځه سیمه کې څو کلي د سختو بارانونو له امله د سیندونو د ډکیدو وروسته د سیلابونو له امله اغیزمن شوي.
د مړو د موندولو لپاره هڅي
په دې طبیعي پیښه کې د وژل شویو کسانو شمیر مخ په ډیریدو دی. توماس باکانګا د یوې اغیزمنې ولسوالۍ د سیمه ایز دفتر څخه د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر اوسه پورې ۳۹۴ جسدونه موندل شوي دي.
د اقلیمي بدلون پایلي
سیلابونو په عمده توګه هغه سیمو کې ځایي خلکو ته زیان رسوي چیرې چې پیښ شوي وي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش دغه پیښه د اقلیمي بدلون د یوې پایلې په توګه ارزولې ده.
د کورونو او کرنیزو ځمکو ویجاړیدل
سېلابونو سلګونه کورونه او د کرنیزو ځمکو ډېره برخه ویجاړه کړې ده. باکانګا وویل "له پنجشنبې راهیسې، موږ هره دقیقه جسدونه راباسو او ښخوو یې."
د خوراکي توکیو، درملو او خیمو لیږدول
په سېلاب ځپلې سیمه کې ځايي چارواکي وايي، سیمه ییز حکومت د ژغورل شويو کسانو د مرستې لپاره د لوبیا، اوړو، خوراکي توکو، خیمو او درملو یوه کښتۍ لېږلې ده.
د خپلوانو د موندلو لپاره هڅي
ژغورونکي او ځايي خلک د قربانیانو جسدونه راټولوي. یو ۲۷ کلن سړی چې د سیلابونو له امله اغیزمن شوی وايي:"زه داسې احساس کوم چې دا د نړۍ پای ده." هغه وویل: «زه د خپل مور او پلار په لټه کې یم.»
د خپلوانو په ویر کي
یو زیات شمیر خلک چې د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي دي غمجن دي.
په ګاونډي هیواد روانډا کې سیلاب
د کانگو په گاونډي هېواد رواندا کې هم د سېلابونو له امله تر ۱۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د سېلابونو له امله زرګونه کسان بې کوره شوي هم دي.
د ځان ژغورني په موخه تیښته
روانډا، پر دغه سړک چې د سېلاب له امله له اوبو ډک دی، د اغېزمنې سيمې اوسېدونکي خپل ټول اړين توکي له ځانه سره وړي.
پرله پسې اورښتونه
یو سړی د خپل بایسکل شاته لرګي د کارونګي سیمې ته د سونګ لپاره لیږدوي. روانډا د مارچ له میاشتې راهیسې د سختو او دوامداره بارانونو له امله ځپل شوی ده. دغه بارانونه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په شپه نور هم زیات شول. د روانډا حکومت ویاند ویلي، د ځمکې ښویېدو او سېلابونو له امله ۱۱ سړکونه، ۲۶ پلونه، یو روغتون او پنځه روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي دي.
بهر ته د خټو تویل
دا سړی د روانډا په روباوو سیمه کې له خپل کور څخه اوبه او خټې باسي. د دې غمیزې سره سره، هغه لا هم چانس راوړی. د روانډا حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې ۵ زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. په دې پېښه کې ۲۵۰۰ نور کورونه هم زیانمن شوي دي.
کلونو وروسته د سیلاب تر ټولو بد ناورین
هغه خلک چې کورونه یې د سیلابونو له امله ویجاړ شوي د روباو لویدیځې سیمې د پله څخه تیریږي. دا پیښه په روانډا کې په تیرو څو کلونو کې د سیلابونو تر ټولو ناوړه پیښه بلل کیږي. په ۲۰۱۹ کال کې له سختو بارانونو وروسته په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۶۵ کسان مړه او لسګونه زره نور بې کوره شول.
یو غمجن لید
یوه ښځه هڅه کوي چې له خپل فرنیچر څخه خټې پاکې کړي. ښايي تر اوسه هم د ترخټو لاندي ځینې قربانیان پراته وي، نو امکان لري چې د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي. د کارپوهانو په وینا، سختې اقلیمي پیښې د شمیر او شدت له مخې مخ په زیاتیدو دي.
د ملګرو ملتونو خواخوږی
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په کانګو او روانډا دواړو کې د "سیلاب ناورین" له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د اورښت د فصل پاې ته سترګي په لاره
د اورښتونو په فصل کي د جنوبي کیو په سیمه کي د سیلابونو راوتل غير معمولي خبره نه ده. وړاندوينه کيږي چې د اورښتونو فصل به په روانه میاشت کي پاې ومومي.