په کراچي کې پهلواني
په لومړي ځل په پاکستان کې د پهلوانۍ نمایشي لوبې نندارې ته وړاندې کږي. د دغو لوبو لومړی پړاو د می میاشتې پر ۱۷مه نېټه په کراچي کې پېل شو.
د ۱۹ نړیوالو لوبغاړو گډون
په کراچي کې د می میاشتې د ۱۷ نیټې څخه په نمایشي لوبو کې د نړۍ ۱۹پهلوانانو برخه اخيستې ده.
پهلوانانې هم په لوبو کې گډون لري
د دغو لوبو یوه ځانگړنه دا ده چې پاکستان ته په تللو پهلوانانو کې څلور پهلواناني هم شته چې په کراچي کې یې په زړه پوري لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
د پهلوانانو هرکلی
د نمایشي لوبو تر پیلیدو دمخه د پهلوانانو تود هرکلی وشو او د لوبې تر پیلیدو دمخه اور لوبې هم وشوې.
پخواني اتلان
پاکستان ته په تللو مسلکي پهلوانانو کې پخواني نوموتي لوبغاړي لکه کارلیټو او ویډبیرټ هم شامل دي.
بادشاه خان، پاکستان الاصل فرانسوی پهلوان
په کراچي په ترسره کیدونکو دغو سیالیو کې د پام وړ لوبغاړو کې ټایني آیرن او پاکستاني الاصله فرانسوی بادشاه پهلوان خان، نوم هم شامل دی.
د الجزایر پهلوان یاسین عثماني بریا
په لومړۍ لوبه کې د الجزایر پهلوان ریسلر یاسین عثماني ایټالوی پهلوان فیبیو فیراري مات کړ. په بله لوبه کې ایډم فیلکس بریالی شو.
د کراچي په سپورټس کمپلیکس کې ځانگړې مراسم
د کراچي په سپورټ کمپلیکس کې دغه نمایشې لوبې وشوې چې پکښې د لوبو د تر سره کیدو له پاره رینگ جوړ شوی وو.
د پاکستاني نندارچیانو د خوښي وړ پهلوان، ټایني آیرن
پاکستاني نندارچیانو تر ټولو زیات د بریتانوي پهلوان ټایني آیرن لوبه خوښه شوه. هغه په یوه وخت کې له دوو پهلوانانو سره سیالي کوله.
تر۵۰۰۰ زیات نندارچیان
په پاکستان کې په اول وار د دغو نمایشي سیالیو له لیدلو سره ډیره لیوالتیا وښوول شوه او څه کم شپږو زرو کسانو د لوبې له نندارې څخه خوند واخیست.
د پهلوانانو له لوري د لوبو د جوړولو هرکلی
د لوبو تر پیلیدو دمخه مراسمو کې ټولو بهرنیو پهلوانانو په پاکستان کې د دغو سیالیو د جوړولو هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې په پاکستان کې د پهلوانۍ مینه والو ته د دغو لوبو په واسطه خوښي وروبخښي.
تر کراچي وروسته لاهور او اسلام آباد
د دغو نماشي لوبو دوهمه مرحله د می مياشتي پر۱۹ نیټه په لاهور کې او دریم پړاو د می پر ۲۱مه په اسلام آباد کې تر سره کیږي. (عنبرین فاطمه، کراچۍ)