په کراچۍ کې د «ایکو اسلام» کنفرانس ګډونوال د چاپیریال په اړه څه وايي
د پاکستان په کراچۍ کې چې شاوخوا ۱۵ میلیونه نفوس لري، د چاپیریال ستونزې ورځ تر بلې د ډیریدو په حال کې دي. دویچه ویله د یوه ځايي غیر دولتي سازمان په مرسته په دغه ښار کې د «ایکو اسلام» د نړیوال کنفرانس کوربه دی.
پیټر ليمبورګ، د دویچه ویله عمومي مشر
د دویچه ویله عمومي مشر پیتر ليمبورګ ګډونوالو ته د «اسلام علیکم» په ویلو سره ښه راغلاست وویل. هغه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې دویچه ویله غواړي د مختلفو فرهنګونو، ادیانو او هیوادونو له وګړو سره د خبرو اترو او ډیالوګ له لارې د سولې او چاپیریال اړوند پر موضوعاتو ګډ کار وکړي. نوموړي په دې برخه کې د مکالمې او قنطره پروژو یادونه هم وکړه.
دیباراتي ګوها، د دویچه ویله د آسیا څانګې مشره
میرمن ګوها په خپلو خبرو کې وویل چې نه یوازې پاکستان بلکې د سیمې نورو هیوادونه هم د اقلیمي بدلون له اړخه تر اغیز لاندې دي. هغې ټینګار وکړ چې دویچه غواړي د دغه راز کنفرانسونو له لارې د اسلام او نورو ادیانو د پیروانو ترمنځ ډیالوګ رامنځ ته کړي څو د چاپیریال په هکله عامه پوهاوی ډیر کړي. هغې وویل چې د ایکو اسلام بل پړاو به په بنګله دیش کې ترسره شي.
فلورین وایګنډ، د دویچه ویله د افغانستان څانګې مشر
وایګنډ د کنفرانس له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دویچه ویله به په راتلونکې کې په خپلو مسلکي کارونو کې د چاپیریال او اقليمي بدلون اړوند پر مسایلو لا ډیر تمرکز وکړي.
راج کمار، د سولې او مدنې ټولنې فعال
راج کمار ګډنوالو ته په لیرو پرتو سیمو کې د اوبو د ښه مدیریت او له کبله یې د انسانانو پر ژوند د مثبتو اغیزو پر موضوع رڼا واچوله. نوموړي د تار پارکې دښتې یادونه وکړه، داسې دښته چې هغه پکې را لوی شوی او پکې کار کوي. نوموړي وویل چې هغه له ځايي خلکو سره ګډ کار کوي څو د چاپیریال ساتنې په برخه کې دوی څنګه په خپله خپلې ستونزې حل کولی شي.
کرشنا کماري کوهلي، د پاکستان د سنا استازې
د پاکستان د سنا جرګې غړې او د اقلیتونو لومړنۍ استازې د مختلفو ادیانو ترمنځ پر ډیالوګ او خبرو ټینګار وکړ. هغې وویل چې یو غښتلی ډیالوګ کولی شي چې د چاپیریال اړوند د مسایلو په هکله د خلکو عامه پوهای لا پسې ډیر کړي.
احمد شبر، د کثافاتو د مدیریت د برخې یو سوداګر
احمد شبر په دې کنفرانس کې د کراچۍ په څیر د ستر ښار د کثافاتو پر مدیریت خبرې وکړې او ویې ویل چې ښارونه اړ دي څو خپل کثافات لا ښه مدیریت کړي او توکي بیا ځلې وکاروي. د هغه په خبره چې نن ورځ ډیرې داسې غوره لارې شته چې پرمټ یې کثافات په ښه توګه مدیریت کیدلی شي او سربیره پر دې اقتصادي ګټې هم تولیدولی شي.
پیټر جیکوب، د بشري حقونو فعال
جیکوب په خپلو خبرو کې وویل چې مسیحیت او نور ادیان د سولې اړوند ګډ دریځ لري. هغه وویل چې ټول ادیان خپلو پیروانو ته لارښونه کوي چې یو بل ته او همدا راز چاپیریال ته زیان ونه رسوي.
عافیه سلام، د پاکستان د روغتیا او چاپیریال د ملي فورم سلاکاره او خبریاله
عافیه سلام په خپلو څرګندونو کې خلک وهڅول څو له ځمکې سره د خپل یوه جایداد په څیر چلند ونه کړي بلکې د دې پر ځای داسې فکر ولري چې ځمکه خپلو راتلونکو نسلونو ته هم په ښه ډول میراث پاتې شي.
توفیق پاشا موراج، د چاپیریال د برخې فعال
د چاپیرال د برخې فعال توفیق پاشا موراج د پاکستان په ښارونو کې د اوبو پر ستونزې رڼا واچوله او ویې ویل چې په ورځني ډول په پاکستان کې په میلیونونو لیټره اوبه ضایع کیږي. نوموړي خبرداری ورکړ چې هغوی ورځ تر بلې اوبو له کمښت سره مخ دي او وايي چې ښايي داسې یوه ورځ به راورسیږي چې خلک به اوبو ته لاس رسی نه لري.
ډاکټر عمر خان ناصر، دیني عالم
ډاکټر ناصر بیا د چاپیریال اړوند د مسایلو په هکله د نړیوالو پر ګډ کار ټینګار وکړ. هغه وویل چې غرب او شرق باید د چاپیریال اړوند د ستونزو د ښه مدیریت په برخه کې لاس سره نیږدې همکاري ولري.
د حکومتي چارواکو حضور
د چاپیریال ساتنې په برخه کې د سند ایالت د لومړي وزیر سلاکار (د انځور په منځ کې) او د دې ایالت د معلوماتو وزیر سعید غني (د انځور په ښي لوري کې) د حکومت په استازیتوب د کنفرانس ګډونوالو ته د چاپیریال اړوند د ترسره شویو اقداماتو او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات وړاندې کړل. دوی دا هم ومنله چې په دې برخه کې لا هم ډیر کارونه باید عملي شي.
اویګن ولفرات، په کراچۍ کې د آلمان جنرال قونسل
په کراچۍ کې د آلمان قونسل ولفرات په نړۍ کې جګړې د چاپیریال تر ټولو ستر ویجاړونکي وبلل. نوموړي وویل چې له همدې کبله سوله د چاپیریال له پاره هم ډیره اړینه ده. ولفرات وویل چې ادیان خلک د سولې او چاپیریال له پاره له هڅو نه را ګرځوي.
ډاکټر وقال یوسف عظیمي، د روحاني ډایجست په نامه د رسنۍ کارمند
د روحاني ډایجست په نامه د یوې رسنۍ کارمند ډاکټر عظیمي په خپلو خبرو کې ځمکې ته د مور کلمه وکاروله. د هغه په خبره هر دین له خپلو پیروانو غواړي چې خپلو ميندو ته درناوی وکړي او زیاتوي چې له همدې کبله باید هر وګړی د ځمکې ساتنې ته پاملرنه وکړي.
فرحناز ذاهدي معظم، خبریاله
معظم چې په خپله یوه خبریاله ده وايي چې رسنۍ باید د اقليمي بدلونو او چاپیریال د اغیزو په هکله خلکه ته معلومات وړاندې کړي. د هغې په وینا نن ورځ په رسنیو کې د چاپیریال اړوند مسایلو ته څومره چې اړیتا ته، پاملرنه نه کيږي.
پروفیسور سعید احمد، د پنجابي صوفیانه شاعرۍ ژباړونکی
پروفیسور سعید احمد په صوفیانه شاعرۍ کې د اقلیم او چاپیرال پر ځای خبرې وکړي. هغه وویل چې په دغه شاعرۍ کې هم د چاپیریال اړوند مسایل موجود دي.
ډاکټر محسن نقوي، دیني عالم
دیني عالم ډاکټر محسن نقوي په غونډه کې د قرآن یو آیت تلاوت کړ چې پکې ویل شوي چې مسلمانان باید نه یوازې خپلو ځانونو بلکې چاپیریال ته هم زیان ونه رسوي.
آپریدا سوندانګ، د اندونیزیا د واحد انستیتوت غړې
په اندونیزیا کې دواحد انستیتوت غړې میرمن سوندانګ چې د ایکو اسلام د کنفرانس د لومړي پړاو کوربتوب یې کړی وو، د جکارتا د کنفرانس رپوټ ګډونوالو ته وړاندې کړ. هغې وویل چې دغه کنفرانس د چاپیریال اړوند د مسایلو په برخه کې د خلکو په عامه پوهاوي کې ډیر اغیزمن وو.
محمد مصطفی، د اندونیزیا په جاوا ښار کې یو ښوونکی
محمد مصطفی چې په خپله یو ښوونکی دی، د کنفرانس ګډونوال ته یې د اندونیزیا په جاوا ښار کې د محلي پروژو پر اغیزمنتیا رڼا واچوله. نوموړي په خپل رپوټ کې روښانه کړه چې څرنګه ځايي میرمنې د صحي بوټو د کرلو په برخه کې د خلکو عامه پوهاوی زیاتوي.
ډاکټر محمد اکمل، د خیبر پښتونخوا له زراعت پوهنتون څخه
د خیبر پښتونخوا د زراعت له پوهنتون څخه ډاکټر محمد اکمل په پاکستان کې د اقلیمي بدلونو پر ستونزو خبرې وکړي. هغه وویل چې د هر کال په تیریدو سره په پاکستان کې د اوړي موسم لا پسې ګرمیږي او ژمی بیا لا ډیر سړیږي، چې دغه څه د اقلیمي بدلون نخښې دي.