«په کولن کي دطالب چارواکي په وینا کي جرمي ټکي نه دي ویل سوي»
۱۴۰۲ آذر ۳, جمعهپه افغانستان کي د طالبانو تر واک لاندي د درملو او خوړو ادارې مشر عبدالباري عمر تېره اونۍ د المان په کولن ښارکي د افغانانو یوې ټولني ته وینا کړې وه، چي له یوشمېر نیوکو سره مخامخ سوه.
د المان د باندنیو چارو وزارت دغه وینا وغندله او دالماند کورنیو چارو وزیري هم په دغه هیواد کي د طالب چارواکي وینا «د نه منلو وړ» یاده کړه او ويې ویل چي د هیواد ادارې يې دغه موضوع څېړي.
د نوردراين ويستفالن ایالت، چي کولن ښار پکښي موجود دی، د کورنیو چارو وزیر يې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي په دې وینا کي د مجازات وړ داسي ټکي نه دي ویل سوي چي د پولیسو مداخله توجیه کړي.
د دغه ایالت د کورنیو چارو وزیر هربرت روئل د ایالتي پارلمان د کورنیو چارو کمېسیون ته په دوسلدورف ښارکي وویل، د دغه طالب چارواکي د وینا ویډويي مواد راټول، ترجمه سوي او څېړل کېږي، خو تراوسه داسي ټکی نه دی پکښي پیداسوی، چي هغه دي د مجازاتو وړ وي.
روئل په دې کمېټه کي وویل، دغه طالب چارواکي په خپلو خبرو کي پر نورو خبرو سربېره د مرستو د جلبولو او د افغانستان د ملاتړ په اړه خبري کړي دي. «اوس تاسو ماته ووایاست، چي په دې کوم څه ترورستي دي؟»
نوموړي زیاته کړه چي د چارواکي په اړه هیڅ پولیسي او استخباراتي اطلاعات نه سته.
د ده په خبره: «د کونړځوانانو فرهنګي ټولنه» چي د دې غونډي سمبالوونکې وه، د دوی په اړه هم د افراطیت معلومات نه سته.
رویل دې ته په اشارې سره وویل، د المان فدرالي حکومت ته ښايي چي روښانه قوانین جوړ کړي، ترڅو په راتلونکي کي د ورته پيښو مخنیوی سوی وي.
په نوردراین ويستفالن ایالت کي د اساسي قانون د ساتني مشر ویلي دي، که څه هم په دې وینا کي د «نړيوال خلافت» په اړه څه نه دي ویل سوي، خو د «ژوندی دي وي اسلامي امارت» نارې وهل سوي، چي منظور يېافغانستان و.
زموږ له ارشیف څخه: