۱۴۰۲ آذر ۸, چهارشنبهد نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې د ځمکو د خړوبولو له پاره له ډیرو عصري سیستمونو کار اخیستل کیږي. خو ځینې داسې هیوادونه هم شته چې د څو سوه کاله پخوانیو د اوبو لګولو سیستم اوس هم کار ورکوي. څه د پاسه ۱۳۰۰ کاله مخکی د هسپانيا مسلمانو واکمنانو چې د مورو په نوم ياديږي، د هسپانیې په جنوب کې د اوبو لگولو کانالونه جوړ کړي وو چې اوس هم ورڅخه ځیني خلک استفاده کولای شي.