1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيښور: د سنهري مسجد دروازه د ښځو پر مخ پرانيستل شوه

۱۳۹۸ اسفند ۱۵, پنجشنبه

په خيبر پښتونخوا کې تر دوو لسيزو وروسته په لومړي ځل د يوه جومات دروازه د ښځو پر مخ پرانيستل شوې ده. څارونکي دې کار ته په دې محافظه پاله ټولنه کې د ښځو او نارينه وو ترمنځ د برابرۍ پر لور يوه گام په سترگه گوري.

https://p.dw.com/p/3YuqP
Pakistan Peshawar - Mohabbat Khan Moschee
انڅور په پيښور کې د محبت خان مسجد دیانځور: Z. Khan

يوه ديني عالم مولانا محمد اسماعيل وويل چې ښځې اجازه لري چې په پېښور ښار کې پراته په «سنهري مسجد»  کې عبادت ترسره کړي.

تر هغه دمخه چې وسله وال طالبان په افغانستان کې قدرت ته ورسېږي او د هغوی اديالوژي د پيښور په گډون په سرحدي سيمو کې نفوس پيدا کړي، ښځو په دې مسجد کې لمونځ کاو او د عبادت له پاره ورتللې.

مولانا اسماعيل وويل چې سنهري مسجد د پېښور د دوو تاريخي او سترو جوماتونو څخه يو دی او په ۲۰۰۰م کال کې یې د ښځو پر مخ خپلې دروازې وتړلې.

د ښځو پر مخ د دې مسجد د دروازو تر تړل کیدو وروسته يو شمير نورو جوماتونو هم د ښځو پر ورتگ بندیز ولگاوه ځکه د پاکستان تحريک طالبان ډلې او نورو تندلارو سني ډلو ښځې لمونځ کوونکې گواښلې.

د پاکستان تحريک طالبان ډلې له کورونو د ښځو وتل بند کړل او د نجونو يو شمير ښوونځي یې په بمونو والوزول. هغوی همدا راز د ماشومانو د زده کړو پر فعالې ملالې يوسفزۍ بريد وکړ او هغه یې ټپي کړه. ملالې بيا وروسته د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه.

مولانا اسماعيل وويل: «زه په مسجد کې خپلو مسلمانو خوېندو ته هرکلی وايم» شنونکي په دې آند دي چې دا پريکړه په دې محافظه پاله ټولنې کې د جنستي برابرۍ پر لور لومړی گام دی.

په پاکستان کې د چارو يو شنونکی فدا خان وايي: «طالبانو ښځو ته مسجد ته د اجازې د نه ورکولو او په ښوونځيو کې د چاودنو له لارې د ټولنې او دولت په ويرولو سره د برابرۍ احساس له منځه وړی دی.»

هغه زياته کړه: «په دې ترتيب ښځو ته د عبادت له پاره مسجدونو ته د اجازې ورکولو د پاکستان په څېر ټولنه کې کومه کوچنۍ خبره نه ده. دا د هغوی د خپلواکۍ په لور گام دی.»

له ۲۰۱۴م کال راهيسې د طالبانو پر وړاندې يو لړ پوځي عملیات وشول چې په نتیجه کې یې اوس دغه ډله تر ډیره حده کمروزې شوې ده.

bs/nz (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: