پښتونخوا: د ښوونځي پر نجونو د چادري مکلفيت بيرته لغوه شو
۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سهشنبهد خيبر پښتونخوا ایالتي حکومت د دوشنبې په ورځ امر کړی وو چې د ښوونځي نجونې مکلفې دي چې چادري واغوندي او ټول بدن پټ کړي. د تعليم ايالتي وزير ضياء الله بنگښ د سه شنبې په ورځ د دې امر تر لغوه کولو د مخه ويلي ول چې دا پريکړه یې له ځورنې څخه د نجونو د ساتنې په موخه کړې ده.
هغه د چادري د مکلفيت څخه د دفاع په توگه ويلي ول: «موږ غواړو نجونې ځان خوندي احساس کړي او مېندې پلرونه هم ډاډه و اوسي.»
خو د بشري حقونو فعالانو، د مدني ټولنې غړيو او ټولنیزو رسنيو کارونکو دغه پريکړه د خلکو ځورول او د طالبانو د واکمنې ياداښت بللې وه.
د خيبر پښتونخوا ایالت ځينې سیمې څو کاله تر مخه د پاکستاني طالبانو تر کنترول لاندې وې. هغوی په دې سېمو کې د نجونو په سونه ښوونځي له منځه وړي ول.
پاکستاني طالبانو همدلته د نوبل د سولې د جایزې پر گټونکې ملالې يوسفزی چې د نجونې د زده کړو له پاره هلې ځلې کوي، هغه وخت بريد کړې وو چې هغه زده کوونکې وه.
د پاکستان د صدراعظم عمران خان د تحريک انصاف گوند په خيبر پښتونخوا کې حکومت کوي.
د بشري حقونو يوه سيمه ایز فعال تيمور کمال وويل: «زه د دې امر پر بيرته اخيستلو د هوساينې احساس کوم. د چادري پرسر کولو ته به د نجونو اړ ايستل ډير بې رحمانه گام وای.»
په خيبر پښتونخوا ايالت کې دغه مکلفيت تر هغه يو څو ورځې وروسته ولگول شو چې د پاکستان په يوه پوهنتون کې چې د سمندري ځواک له خوا تمويليږي، په ټولگيو او د پوهنتون په ساحه کې د نجونو او هلکانو د جلا کولو امر شوی وو. دغه گام هم سخت انتقادونه پارولي ول.