چینایي رسنۍ: امریکا په اسیا کي شخړي رامنځ ته کوي
۱۳۹۰ دی ۱۷, شنبهله هغه وروسته چې اوباما خپله راتلونکي پوځي ستراتیژي اعلان کړه د چین دPeople’s Daily او Global Times ورځپاڼو په دې اړه قهرجنې تبصرې خپرې کړي دي. د متحده ایالاتو په نوې پوځي ستراتیژۍ کي چین او ایران ته ډیره توجه شوې ده.
د People’s Dailys په ورځپانه کي د چین د بحري ځواکونو یو صاحب منصب، یانګ یي، یوه تبصره لیکلې ده. هغه پخپله تبصره کې ویلي دي چي دا خبره روښانه ده چي د امریکا د نوي ستراتیژۍ مقصد د چین او ایران په نخښه کول دي.
په تبصره کې زیاته شوې ده چي له ۲۰۰۹م کال راهیسي امریکا، آسیا ته خپل پام اړولی دئ. د تبصرې په حواله له دغي مودي راهیسي په اسیا کې یو په بل پسې شخړې رامنځ ته کیږي.
دغه تبصره د People’s Daily ورځپاڼي په لومړي مخ کي چاپ شوې ده. په تبصره کي همدا راز زیاته شوې ده چي که چیري په آسیا کي د امریکا نوې دفاعي ستراتیژي مطالعه شي، نو دا به په آسانه څرګنده شي چي څوک د سیمي د امنیت ساتوونکی او څوک په سیمه کي د ستونزو رامنځته کوونکی دئ.
که څه هم People’s Daily یوه دولتي رسنۍ نه ده خو داسي څه نشروي چي د دولت پر زړه برابر وي.
چین اندیښنه لري چي ګويا د عراق او افغانستان له جګړې وروسته به د امریکا له خوا محاصره شي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د پنجشنبې په ورځ خپله نوې پوځي ستراتیژي اعلان کړه. د امريکا د نوي پوځي ستراتيژۍ له مخي به متحده ايالات خپله ډيره توجه اسيا ته واړوي او په اروپا کي به خپل پوځي حضور لا پسي محدود کړي.
خو د بیجنګ حکومت د امریکا له دغي نوې پوځي ستراتیژۍ څخه اندیښنه لري. دا په داسې حال کې ده چي امریکا وایي چي چین باید د دوی د نوي پوځي ستراتیژۍ له امله اندیښمن نه شي، ځکه چي د امریکا په خبره نوې ستراتیژي ئې د چین پر ضد نه ده.
آژانسون/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش