سياستچین
چین: پر روغتون باندي برید کي سخته مرگ ژوبله رامنځته سوې
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۸, سهشنبهاعلان
د چین دولتي خبري آژانس شینهوا د سه شنبه په ورځ د دغه برید په اړه د نورو جزیاتو له وړاندي کولو پرته، رپوټ ورکړی دی چي دغه پیښه پر ځايي وخت د ماپښین پر یوه بجه او شلو دقیقو باندي د دغه هیواد د جنوب لویدیځ ولایت یُنان د ژیخیونگ په سیمه کي رامنځته سوې ده.
د رپوټ په حواله چارواکي اوس د پیښې په اړه پلټنه کوي.
په چین کي د ډیرو قربانیانو په درلودلو سره د زورزیاتي دغه ډول پیښې په مقایسوي ډول لږ پیښیږي. په دغه هیواد کي په شخصي ډول د وسلو درلودل په کلکه منع دي.
خو بیا هم په تیرو کلونو کي د چړو په واسطه بریدونه رامنځته سوي دي.
GP/NZ/AG