چین: په يوه رستورانت کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۲ اسفند ۲۳, چهارشنبهپه چین کې دولتي رسنیو ویلي چې نن چهارشنبه (د ۲۰۲۴م کال د مارچ ۱۳) په یوه رستورانت کې چاودنې دوه تنه وژلي او ۲۶ تنه یې ټپیان کړي دي. دا پیښه د چین په هيبۍ ولایت کې رامنځته شوې ده.
د چین دولتي رسنۍ سي سي ټي وي (CCTV) په خپل رپوټ کې ویلي دي چې دغه چاودنه په سیمه ایېز وخت ۸ بجې د »سانهي» په ښار کې چې له پلازمينې بيجينګ سره ۸۰ کیلومتره واټن لري، شوې ده.
ویجاړونکې چاودنه
وړاندې تر دې د لانګ فانګ ښار د اور وژنې سیمه ایېزې ادارې ویلي وو دوی سیمې ته ۳۶ موټر او ۱۵۴ کسان لیږلي او د اور د کنترولو هڅې روانې دي .
په ټولنیزې شبکې ویبو (Weibo) کې یوه خپره شوې ویډیو ښيي چې د اور نارنجي رنګه لمبې پورته کيږي او دودونه ورسره مله دي.
دغې ویډیو کې ویجاړه ودانۍ، زيانمن شوي موټرونه، په سړکونو کې ماتې ښیښې او ځيني شيان د سوځيدو په حال کې ليدل کيږي.
په چین کې وژونکې پیښې
په یاد هیواد کې د خوندیتوب وسایلو ته نه پاملرنه او په دغې برخه کې د قوانیونو نه پلي کیدل دغه ډول مرګونې پېښې عامې کړې دي.
تیره میاشت د دغه هیواد په نانجینګ ښار کې په یوه اپارتمان کې د اور لګیدنې له امله ۱۵ کسان ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول.
په تیرې جنورې میاشت کې د شينيو په مرکزي ښار کې اور لګیدنې لسګونه کسان ووژل.
دغه چاودنه چې په یوې مغازه کې شوې وه او د «ژینهوا» خبري آژانس ویلي ول چې اور لګیدنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې کاریګرو په ناقانونه ډول د مغازې په تکاوۍ کې اور بل کړی وو.
په همدې میاشت کې بیا له لسو ډیر کسان د چین په مرکز کېد یوه ښوونځې په ليليه کې د اور لګیدنې له امله ووژل شول.