1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین څرنګه یو ایغوري پروفیسور اجباري وفاداره کړی؟

۱۳۹۹ خرداد ۲, جمعه

په چین کې د ایغور اقلیت اړوند د تاریخ پروفیسور ایمینجان سیدین، په شینجیانګ زندان کې تر درې کلن بند وروسته بیرته آزاد شوی دی. تر آزادیدو وروسته هغه د چین او د دې هیواد د کمونیستي نظام په قوي ملاتړي بدل شوی.

https://p.dw.com/p/3cdIo
Iminjan Seydin mit Tochter Samira Imin
Xinjiang
Uyghur
Iminjan Seydin mit Tochter Samira Imin
انځور: Samira Imin

په چین کې د ایغور اقلیتونو یو پروفیسور د دې هیواد په شینجیانګ زندان کې تر درې کلونو بند وروسته اوس په ناڅاپي توګه آزاد شوی دی. د تاریخ پروفیسور ایمینجان سیدین اوس تر پخوا ډیر چین پلوی شوی دی او لور یې سمیرا ایمین اوس د هغه د لټون له پاره هڅې درولې دي.

د وروستي ځل له پاره سمیرا ایمین خپل پلار ایمینجان سیدین له نن څخه نیږدې درې کاله وړاندې لیدلی وو، هغه مهال چې پلار یې د چین د حکومت د سخت دریځۍ د لمنځه وړلو د یوه پروګرام په چوکاټ کې د دې هیواد شمال غربي شینجیانګ سیمې ته د تګ له پاره تابیا نیوله. سیدین چې د ایغور اقلیت پورې تړاو لري د چین په شینجیانګ اسلامي انستیتوت کې د چینیايي تاریخ یو پخوانی پروفیسور دی. هغه د سخت دریځۍ د نظریو د پارونې په جرم د چین د حکومت له لوري په ۱۵ کلونو بند محکوم شوی وو.

سیدین چې له ۳۰ کلونو څخه د ډیرې مودې راهیسې د د تاریخ یو پروفیسور دی، په ۲۰۱۲م کال کې یې خپله شخصي مطبعه هم جوړه کړې وه او په دې موده کې یې د ټکنالوجۍ، تعلیم او تربيې، اروا پیژندنې [روان شناسي] او د میرمنو اړوند پر مسایلو له پنځو ډیر کتابونه هم په خپله چاپ کړي وو. د سمیرا ایمین په خبره، پلار یې ډیر مذهبي نه وو او په عمومي توګه یې د د مذهب په هکله د چین د حکومت له لوري وضع شوي قوانین عملي کول.

سمیرا ایمین اوسمهال د یوې محصلې په توګه په امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کوي او پر انترنت باندې یې د خپل پلار د لادرکه کیدو په هکله د عامه پوهاوي هڅه کوي. د تیرو دریو کلونو په موده کې د دغه چینايي پروفیسور او زرګونو نورو ایغوریانو ترڅنګ سلګونه ایغوري روڼ آندي د چین د حکومت له لوري په شینجیانګ سیمه کې د «اصلاح» په موخه په کمپونو کې زنداني شوي دي.

په ۲۰۱۷م کال کې، سیدین د شینجیانګ ایالت د مذهبي چارو د ادارې له لوري د تنظیم شوي یوه پروګرام له پاره هوټان سیمې ته ولیږل شو. کله چې د ۲۰۱۷م کال په مې میاشت کې د دغه ایالت مرکز اورمچي ته ورسید، د شینجیانګ حکومت پرته له دې چې کورنۍ ته یې خبر ورکړي، هغه توقیف کړ.

Iminjan Seydin
انځور: Samira Imin

د سیدین لور سمیرا ایمین وايي چې پلار یې په ۲۰۱۹م کال کې په یوه مخفي محکمه کې د عربي ګرامر په هکله د کتابونو د چاپ په جرم مجرم پیژندل شوی وو. د هغې په خبره پلار یې د عربي ژبې د ګرامر اړوند دغه کتابونه د شینجیانګ د اسلامي انستیتوت د یوه همکار له پاره چاپ کړي وو.

ایمين په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «د ۲۰۱۹م کال په فبروري میاشت کې زما پلار سخت دریځو نظریو ته د لمنې وهلو په جرم په ۱۵ کلونو بند محکوم شوی وو.» سمیرا ایمین زیاتوي چې پلار یې آزاد فکر لري او په کور کې ان د سیاست په هکله هم خبرې نه کوي. سمیرا ایمین وویل: «کله مې چې د پلار د مجازاتو په هکله خبره شوم، زه ډیره خفه او غوسه شوم ځکه باور مې نه کیدو چې د چین حکومت څرنګه له یوه بیګناه کس سره دغه راز چلند کوي.»

بیجینګ ته اجباري وفاداري؟

د روان کال د مې میاشتې په ۴مه نیټه، سمیرا ایمین ته یې یوې ملګرې د پلار د یوې تازه ویډیو د خپریدو په هکله خبر ورکړ چې د چین د کمونیست ګوند اړوند د چین ډیلي په نامه د ورځپاڼې له لورې پر انترنت باندې خپره شوې وه. دا په ۲۰۱۷م کال کې تر لادرکه کیدو وروسته، لومړی ځل وو چې سمیرا یې د پلار په هکله یو څه اوري. سمیرا امین دویچه ویله ته وویل: «داسې احساس مې درلود چې دا ټول څه یو خوب دی، غوښتل مې وژاړم خو ومې نه شو ژړلی. ډاډه نه وم چې خوشاله اوسم، ځکه نه پوهیدم چې پلار به مې په ویډیو کې څه راته ویلي وي.»

خو وروسته له هغې چې سمیرا د ټویټر پر دغه لینک باندې د ویډیو د کتلو له پاره کلیک وکړ، هغې خپل پلار ولید چې تر پخوا یې ډیر زیات وزن بایللی وو او سر یې هم خریلی وو. سمیرا تشریح کړه: «هو، خوشاله وم چې ومې لید چې هغه ژوندی دی، خو حیرانه هم وم چې په تیرو دریو کلونو کې یې څومره ډیر وزن له لاسه ورکړی وو.» د سمیرا په خبره پلار یې د پخواني وزن کابو دوه برخې له لاسه ورکړې وې او په ویډیو کې یې اغوستي کالي هم ورباندې ډیر آزاد وو.

په ویډیو کې داسې ښکاري چې د هغې پلار له زندان څخه آزاد شوی دی، خو په ویډیو کې یې پیغام لا پسې جالب وو. ایمینجان سیدین په دغه ویډيويي پیغام کې وايي: «په دې وروستیو کې ځینو بهرنیو چین ضد ځواکونو زما لور ته فریب ورکړی چې ګواکې زه په ناقانونه توګه زنداني شوی یم. دا یو فریب دی او بې اساسه دی. زه روغ رمټ یم، ښه صحت لرم او آزاد یم.» په دغه پیغام کې ایمینجان سیدین له خپلې لور ایمین څخه وغوښتل چې فریبکارانه آوازې ونه مني او د هغه د نیولو په هکله په بهرنیو هیوادونو کې د ناسمو معلوماتو خپرول ودروي.

په دې پیغام کې هغه ټینګار کړی چې د ګوند او د حکومت له شتون پرته به هغه هیڅکله هم پروفیسور شوی نه وو او یا به یې دغه راز ښه ژوند نه درلود. نوموړی په دې پیغام کې له خپلې لور څخه هم غواړي چې له ګوند [د چین کمونیستي ګوند] څخه مننه وکړي چې په بهر کې یې د تعلیم زمینه ورته برابره کړې ده. سیدین په دې ویډیو کې وايي: «زموږ د کورنۍ له پاره دغه ټول شیان به د حکومت او ګوند له ملاتړه پرته ناشوني وو.»

په دغه ویډيويي پیغام کې ایمینجان سیدین همدا راز وايي چې په خپله لور پسې یې زړه تنګ شوی دی او له هغې غواړي چې په امریکا کې خپل درسونه پای ته ورسوي څو بیرته چین ته را وګرځي.

آیا هغه واقعاً هم آزاد شوی دی؟

د دغې ویډیو تر لیدلو وروسته، سمیرا ایمین غوښتل چې په خپله دا معلومه کړي چې پلار یې واقعاً له زندان څخه آزاد شوی دی که لا هم د حکومت په ولکه کې دی. هغې د مې میاشتې په ۵مه نیټه د خپل پلار وي چټ ته درې غږیز پیغامونه ولیږل خو ځواب یې ترلاسه نه کړ. بیا وروسته یې مور ورته زنګ وواهه او په ویډیو یې د هغې پلار څنګ ته ناسته ښکاري.

سميرا ایمین وویل چې په دغو تلیفوني خبرو کې پلار یې څو ځله دا خبرې تکرارولې چې چین څومره ستر هیواد دی او د چین کمونیست ګوند څومره ستر ګوند دی.

کله چې سمیرا ایمین له خپل پلار څخه پوښتنه وکړه چې د دریو کلونو له پاره ولې لادرکه وو او دا چې ولې یې سر خریلی وو، پلار یې په ځواب کې ورته وویل چې له دې امله چې په هوټان ښار کې هوا ډیره ککړه وه نو ویې غوښتل چې سر او ږیره وخريي. کله چې سميرا ایمین خپل پلار ته د دې ویلو هڅه وکړه چې په امریکا متحده ایالاتو کې کار کوي، نو پلار یې ورته وویل چې درسونه دې ژر خلاص کړه او د کار له پاره بیرته بیجینګ یا شنګهاي ته راشه.

سميرا ایمین تشریح کوي چې پلار یې څو ځله ورته وویل چې د مدني فعالیتونو څخه لاس په سر شي او په خبره یې چې پلار یې ورته وویل چې د بدو خلکو هر ډول خبرو ته غوږ ونه نيسي. که څه هم د هغې پلار له زندان څخه آزاد شوی دی، خو سميرا ایمین بیا هم د خپل پلار د بشپړې آزادۍ په برخه کې اندیښنه لري.

دا لومړی ځل نه دی چې بیجینګ د ویډیويي اعترافونو په خپرولو سره په بهرنیو هیوادونو کې د دغو کسانو د کورنیو غړي او میشت ایغور فعالان بې اعتباره کوي. د تیر کال د نومبر په میاشت کې د ګلوبل ټایمز په نامه حکومتي رسنۍ په بهرنیو هیوادونو کې د میشتو دریو وتلو ایغوریانو د کورنیو له غړیو سره څلور دقیقه يي مرکې هم نشر کړې وي چې پکې د چین د حکومت نه یوازې ستاینه شوې بلکې په بهر کې میشت د خپلو کورنیو پر غړو یې تور پورې کاوه چې دوی آوازې خپروي.