«کابل کې چاودنې دوه پولیس وژلي»
۱۳۹۸ مرداد ۱۰, پنجشنبهاسوشیتد پرس خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، له قوله لیکلي دي چې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جولای ۳۱مه) رامنځ ته شوي چاودنې درې پولیس ټپیان کړي هم دي.
د یاد خبري آژانس په وینا لا تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو طالبان او داعش ډلې د افغان حکومتي ځواکونو، چارواکو او ملکیانو پر وړاندې بریدونه تر سره کوي.
په عین وخت کې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوال حکمت الله حکمت، ویلي دي چې د طالبانو د دوو سیالیو ډلو تر منځ د نښتو په پایله کې دوې ښځې او یو ماشوم وژل شوي دي چې په متقابلو فیرونو کې راګیر شوي وو.
د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ د سولي پر مذاکراتو سربیره په افغانستان کې تاوتریخوالی ادامه لري. همدا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په لویدیځ کې یو سرویس موټر د سړک د غاړې پر ماین برابر شو چې په پایله کې یې ۳۴ کسان ووژل شول.
sr/nz (AP)