«روغتیا وزارت په تیروتنې سره د بربنډ فلم لینک ټویټ کړی»
۱۴۰۱ فروردین ۲۶, جمعهد کاناډا د کیوبیک ایالت د روغتیا وزارت د پنجشنبې (د اپریل میاشتې ۱۴ نیټه) په ورځ د خپل هغه یوه ټویټ له کبله بخښنه غوښتې ده چې د بربنډو فلمونو په څیر په «نامناسبو محتوياتو» پورې اړه پيدا کوي. د چارواکو په خبره د دغه ټویټ اصلي هدف دا و چې د دغه ایالت خلک د کووید-۱۹ ناروغۍ په ارتباط معلوماتو په برخه کې په جریان کې واچول شي.
خو د «سي ټي وي نیوز» رسنۍ اطلاع ورکړه چې د روغتیا وزارت چې د کووید-۱۹ انټرنيټ پاڼې سره د کاروونکو د وصلولو له پاره کوم لینک پوسټ کړی دی، د «پورن هب» په نوم انټرنټ پاڼې دی چې بربنډ فلمونه پکې ښودل کیږي.
زموږ له کنتروله وتلې
د دې موضوع په اړه تر خبریدو سمدستي وروسته د کیوبک ایالت د روغتیا وزارت په خپل یوه ټویټ کې وضاحت ورکړ او ویې لیکل: «وضعیت زموږ له کنتروله د وتلو له امله، زموږ د ټویټر پر اکاونټ د نامناسبو محتوياتو یو لینک خپور شوی وو.»
نوموړي وزارت زیاته کړې ده چې په دې دلیل رامنځته شوي مزاحمت له کبله بخښه غواړي او «موږ یي د لامل پیدا کولو په هڅه کې یوو.»
د «پورن هب» په نوم انټرنټ پاڼه په مونترال پورې اړه لري او د کاناډا د فحش موادو پورې اړوند د مشهورې کمپنۍ «منډ ګیک» ملکیت دی.
په ۲۰۲۱م کال په لسګونو ښځو د دې کمپنۍ پر ضد په محکمه کې شکایت یا دعوی کړې وه. دغو ښځو تور
لګولی دی دغه کمپنۍ د جنسي استثمار له لارې په ګټې اخیستنې سره ځان تمویلوي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز