کاناډا وايي ۳۴۳ نور افغانان يې انتقال کړي دي
۱۴۰۲ مرداد ۶, جمعهکاناډا ژمنه کړې ده چې د ۲۰۲۳م کال تر پایه به ۴۰زره افغانان دغه هیواد ته انتقال کړي. تېره مياشت هم د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ۱۹۲ افغانان ېې په يوه چارتر الوتکه کې له متحده عربي اماراتو څخه کاناډا ته انتقال کړل.
د کانادا د مهاجرو چارو وزارت د ارقامو له مخې، له ۲۰۲۱م کال راهیسې تر ۳۵ زروډېر افغانان کاناډا ته انتقال شوي دي. په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په لسونو زره افغانان له هېواده اروپا، امریکا، کاناډا او د نړۍ نورو هیوادونو ته ووتل.
په دې منځ کې یو شمېر افغانانو چې د پناه غوښتنې ېې منل شوي، له مياشتو راهيسې د افغانستان په ګاونډيو هیوادونو په تېره ایران او پاکستان او همدارنګه عربي ملکونو کې انتقال ته منتظر دي.
کاناډا د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له خپلو محلي کارمندانو علاوه، ډېر شمېر هغه افغانان ېې هم منلي او پناه ېې ورکړې چې د خطر په معرض کې قرار لري.
ش.ا/م.ک.ص./ن.ز.
پر ورته موضوع له آرشیفه یو انځوریز البوم: