کرونا او د افغانستان تړلي او خالي ښارونه
په افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پيښو په ډيريدو سره حکومت په ځينو ولايتونو کې د دوکانونو تړلو امر کړی او خلکو ته سپارښتنه شوې چې په خپلو کورنو کې پاتې شي. خلک دغه امر څومره رعایتوي. د درو ښارونو انځورنه وګورئ!
کندهار
کندهار يو د هغو ولایتونو څخه دی چې د کرونا ويروس مثبتې پيښې په کې ثبت شوي دي.
کندهار
په کندهار ښار کي له شنبې ورځي راهیسي د کرونا د وژونکی ناروغۍ د مخنیوي په موخه پر کاروبار محدودیت لګول شوی دی.
کندهار
لوېې مغازې او مارکيټونه ټول بند دي.
کندهار
په دغو ورځو کې به په کندهار ښار کې یوازي د خوراکي توکو، سبزیجاتو او نان وایانو دوکانونه پرانیستي وي.
کندهار
سربيره پر دې چې خلک یو مخ په خپلو کورونو کې ناست دي، خو د ښار په هره برخه کي نقليه وسايط ليدل کيږي.
کندهار
په دې منځ کې يوه کندهاري ځوان د بندو دوکانونو مخې ته د لارې په سر خوليانې د خرڅلاو له پاره ايښي دي. خالي بازار ورته ښه موقع په لاس ورکړې خو بازار له مشتریانو هم خالي دي.
د کونړ ولايت مرکز اسد آباد
د قرنطین په دویمه ورځ د کونړ د مرکز اسدآباد ښار په شهیدانو چوک کې د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه.
کونړ
د کونړ ولايت چارواکي د اسعد آباد ښار ته رواتلي او خلکو په کورونو کې پاتې کيدو سپارښتنه کوي.
قرنطين او د خلکو اوږود کتار
ټول خلک نشي کولای د مختلفو مجبوريتونو له وجې، قرنطين يا په کور پاتې کيدل څرنګه چې لازم دی رعايت کړي. په کونړ کې د نوي کابل بانک څانګې مخې ته د معاش اخستونکیو دغه اوږد کتار يې يوه بيلګه ده.
کونړ
دا د کونړ د ولایت مقام ته نژدې د منډه کول چینې واټ دی. په دغه واټ کې اکثره دوکانونه تړلي دي خو خلک ګرځي.
کونړ
ښاروالۍ د خلکو دوکانونه او سرايونه تړۍ خو خلک بیا هم په ښار کې ګرځي.
کونړ
ځینې واټونه مکمل بند شوي دي.
خوست
په خوست بازار کې هم د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه ښار بند دی.
له هره پلوه هڅې
چارواکي هڅه کوي چې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه کې د قرنطين تر څنګ له نورو چارو څخه هم کار واخلي لکه د درملو شيندل.
خوست
د خوست ښار په دغه واټ کې ټول دوکانونه بند دي.
خوست
د قرنطين او ښارونو تړل که له یوې خوا د کرونا ويروس پر وړاندې ښه چاره ګڼل کيږي له بل لوري ډيرو خلکو ته د يوې مړۍ ډوډۍ ګتلو له پاره انديښنې پيدا کړي دي.
خوست
د ښار په ځينو برخو کې دوکانونه خلاص دي. ډيری خلک دا هم وايي چې په کورونو کې پاتې کيدو سره يې زړه تنکيږي.