کرونا - پاکستان څرنګه زرګونه نوي کارځایونه رامنځ ته کړل؟
۱۳۹۹ فروردین ۲۴, یکشنبهپه داسې وخت چې پاکستان د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې ستر او کوچني ښارونه تړلي دي چې له کبله یې ګڼ شمیر کسانو ته اقتصادي ستونزې را ولاړې شوي، د دغه هیواد حکومت په یوه تازه اقدام سره هڅه کوي چې زرګونه غیر مسلکي او بې کاره کسانو ته ورځني کارونه رامنځ ته کړي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، پر خپل ټویټر په دې هکله لیکلي: «د ورځني کارګرو پرمټ، زموږ حکومت غواړي چې د ۱۰ میلیارده ونو د کرلو د کمپاین له پاره د دوی زیات شمیر په دندو وګماري – دغه کار به هم [د دغو کسانو] پر ژوند باندې او همدا راز د ځمکې پر کُره به هم مثبت اغیز وکړي. هر اقدام ارزښت لري.»
د ځمکې د تودوخې د درجې له لوړیدو سره د مبارزې له پاره په پاکستان کې دغه کمپاین په ۲۰۱۸م کال کې پیل شوی وو. عمران خان ژمنه کړې وه چې د تحریک انصاف د ګوند یوه اساسي ژمنه به په پاکستان کې د میلیونونو ونو کرل وي.
په عین وخت کې د پاکستان د اقلیمي بدلون وزیر ملک امین اسلم د یکشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې «موږ غواړو چې دغه کمپاین په قوي توګه پرمخ یوسو او په ټول هیواد کې به ۶۳ زره کسانو ته کارونه وړاندې کړو.ِ»
د کارپوهانو په باور په پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله د رامنځ ته شوي وضعیت او د دې هیواد په ځینو برخو کې د پاکستاني پوځ له لوري د ګرځبندیز له کبله ښايي له ۱۸ میلیونونو ډیرې دندې له خطر سره مخ شي.