کرويشيا له ډنمارک څخه په پنالټيو کي لوبه وگټله
د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړيوال جام په يو پر اتم فاينل کي کرويشيا له ډنمارک څخه لوبه په پنالټيو کي وگټله او يو پر څلورم فاينل ته ولاړه. د کرويشیا بله لوبه به له روسيې سره وي.
د پکشنبې په ماښام د کرويشيا او ډنمارک فوټبالي لوبډلي د نړيوال جام سياليو په يو پر اتم فاينل کي يو د بل په مقابل کي سره راووتلې لوبه په قانوني وخت کي هم يو پر يو مساوي سوه او تر اضافي وخت وروسته هم همداسي پاته سوه. په پنالټيو کي بيا کرويشيا له ډنمارک څخه ۴ پر ۳ وگتله.
د روسيې په نيږنی نوگرد لوبغاړي کي د دغي لوبي نندارې ته ۴۳زره نندارچيان راټول سوي ول، چي ډير ئې ډنمارک لوبډلي مينه وال ول.
په لوبغالي کي د کرويشيا مينه وال هم ډېر تر سترگو کېدل.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه ډيره تيزه پيل سوه. د لوبي په لومړۍ دقيقه کي ډنمارک وتوانېد چي توپ د کرويشيا گول ته ننباسي او لوبه يو پر صفر په خپله گټله روانه کړي.
تر گول وروسته د ډنمارک لوبډلي خوشالۍ.
د ډنمارک خوشالۍ ډير دوام و نه کړ. د لوبي په څلورمه دقيقه کي د کرويشيا فارورد ماريو مانزوکيچ وتوانېد چي توپ د ډنمارک گول ته ننباسي او لوبه يو پر يو مساوي کړي.
دا هم د کرويشيا د گول صحنه.
مانزوکيچ د کرويشيا ډير پياوړی فارورد بلل کيږي.
د کرويشيا لوبډله چي د فوټبال نړيوال جام په سيالیو کي ډير پياوړې ښکارې له ډنمارک سره په لوبه کي هم پياوړې ښکارېده. خو د لوبي تر پايه بيا هم و نه توانېده چي له خپلي تجريبې څخه گټه واخلي او بوله تر پنالټیو پوري ورسېده. ډنمارک هم ډيره ښه لوبه وکړه.
د لوبي لومړۍ نيمايي همداسي یو پر يو مساوي پای ته ورسېده.
د لوبي دوهمه نيمايي د لومړۍ په پرتله تيزه نه وه. ډنمارک کوښښ کاوه چي د کرويشيا سنترال لوبغاړی له توپ وېشلو څخه راوگرځوي.
دواړو لوبډلو د لومړۍ نيمايي په شان د گول وهلو چانسونه لرله خو لوبه بیا هم اضافي وخت ته وغځېده.
ډنمارک لوبډلي د لوبي اضافي وخت د کرويشيا پر گول باندي په چټکو حملو سره پيل کړ.
د کرويشيا پر گول باني د ډنمارک ناموفقه حمله.
کرويشیا لوبډلي بيا د اضافي وخت په دوهمه نيمايي کي د گول لگولو چانسونه لره.
د اضافي وخت په وروستيو شېبو کي ډنمارکي لوبغاړي د خپل گول مخ ته د کرويشيا يو لوبغاړی پر گول باندي د حملې پر وخت په ټيله او ټمبه کي چپه کړ او ريفري د پنالټي ږغ وکړ.
دغه پنالټي د کرويشيا تکړه لوبغاړي لوکا مودريچ ووهله او توپ د ډنمارک گولکيپر را وگرځاوه او بوله پنالټيو ته وغځېده.
په پنالټیو کي د کرويشيا لوبغاړي تر ډنمارکيانو ښه وځلېدل. د دواړو لوبډلو گولکيپرانو. د کرويشيا گولکيپر د پنځو پنالټیو درې راوگرځولې او ډنمارک يې له نړيوال جامه وشاړه.
اوس به نو د کرويشيا د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړيوال جام د سيالیو په يو پر څلورم فاينل کي له روسيې سره لوبه کوي. روسي هم د يکشنبې په ورځ په پنالټيو کي اسپانيا ماته کړه.