کندهار کې طالبانو نهه تنه په درو وهلي دي
۱۴۰۱ دی ۲۷, سهشنبهد کندهار د والي ویاند حاجي زید دویچه ویله ته ویلي چې نن سه شنبه د چنګاښ په ۲۷ نیټه یاد تورن کسان چې د غلا او لواطت په تور نیول شوي ول د ولایت د استیناف محکمي له خوا په ۳۵ او ۳۹ درو وهلو محکوم شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې «د شریعت تطبیق د افغانستان د سترو ستونزو حل دی او شریعت باید تطبیق شي.»
کابو دوه میاشتې مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د دغې ډلې له قاضیانو سره په کتنه کې هغوی ته د «شرعی حدودو او د قصاص» امر وکړ.
له هغې وروسته په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه نارينه او ښځې د "غير قانوني عمل، غلا، د شرابو څښلو، له کوره د تېښتې، د نشه يي توکو د قاچاق" او دې ته ورته د نورو جرمونو په تور په درو وهل شوې دي.
د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره سره طالبانو په دې وروستیو اونیو کې په عام محضر کې تورن کسان په درو وهلي دي.
په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته د لومړي ځل له پاره طالبانو په فراه ولایت کې د خپلو جګپوړو چارواکو په حضور کې یو کس د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړ.