کوچني لاسونه، ډيره گټه: په ترکيه کي د ماشومانو کار
په ترکيه کي د مهاجرو په سونو زره کوچنيان ښوونځي ته نه ځي او ۱۲ ساعته کار کوي. په يوه کوچنۍ فابريکه کي د کوچنيانو کار دلته کتلای سئ.
خسته کنه کار
خليل ۱۳ کلن دی. هغه په اوونۍ کي پنځه ورځي د استانبول په يوه زېرخانه کي په دغه خياطۍ فابريکه کي کار کوي. په دغه فابريکه کي ډېر کارگران کوچنيان دي.
د دغي کارخانې له ۱۵کارگرانو څخه ۴ ئې ماشومان دي. هغوی ټول له سوريې څخه راغلي. د ترکيې نساجي صنعت يو له هغو څخه دی چي غيرقانوني کار پکښې پراخ دئ او کوچنيان بې له بېمي پکښې په کار گومار کيږي.
خليل وايي «زه د راتلونکي په اړه فکر نه کوم». هغه په سوريه کي تر دريم ټولگی ښوونځي ته تللی دئ او وروسته د جگړو له لاسه ترکيې ته تښتېدلی چي نور نو ښوونځي ته تللی نه دی.
د قانون له مي په ترکيه کي هغه ماشومان چي قانوني سن ئې نه وي پوره کړی د کار اجازه نه لري.
۱۳کلن موسي چي د سوريې له شمال څخه ترکيې ته تښېدلی دی، وايي: «هيله لرم چي په سوريه کي به جنگ ختم او سوله ټينگه سي او موږ وکولای سو چي خپلو کورونو ته ولاړسو. زه غواړم تحصيل وکړم او ډاکتر سم.»
دلته هره ورځ د ښځو تر کاليو لاندي لباس جوړيږي او بازار ته وړاندي کيږي. کوچنيانو ته دلته پر ساعت باندي ۵۰ سنته مزدوري ورکول کيږي.
آراس ۱۱ کلنه ده او ۴ مياشتي کيږي چي دلته کار کوي. مور يې ميندوارې ده او پلار ئې په يوه نساجي فابريکه کي کار کوي. هغه هره ورځ د سهار له ۸ د ماښام تر ۸ بجو پوري کار کوي. هغه د ورځي دوه واري د استراحت اجازه لري. هغې ته په مياشت کي د ۱۵۳يورو معادل پيسې ورکول کيږي.
دا چي آراس له دوشنبې تر جمعې کار کوي کولای نه سي چي دولتي ښوونځي ته ولاړه سي. هغه اوونۍ په پای کي هغه مدرسې ته ځي چي کوچنيانو ته زده کړي ورکوي.
هره ورځ دغه کوچني ښوونځي ته له ۴ کلنی تر ۱۸ کلنۍ پوري نژدې ۷۰ ماشومان ورځي.