ګاردین: تروریزم د مهاجرو ضد احساسات مسموم کړي دي
۱۳۹۶ مرداد ۳۰, دوشنبهد ګارډین ورځپاڼې په څو اروپایې هیوادونو کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه خپل د دوشنبې ورځې په ګڼه کې لیکلي دي: «د یوه کال په جریان کې په یو شمیر اروپایې هیوادونو کې ترهګریز بریدونه ترسره شوي دي».
ورځپاڼې زیاته کړې ده: په داسې یو وخت کې چې د هسپانیې په دوو ښارونو کې د مرګونې ترهګریزو بریدونو جزویات لا نه وو روښانه شوي، یوه سړي د فنلنډ هیواد په تورکوی ښار کې دوه ښځې په چاقو ووهلې.
دا سړی هم یو مراکشی وو. دقیق د هغه بریدګر په څیر چې د هسپانیې په بارسلونا ښار کې یې ۱۴ انسانان ووژل او تر سلو ډیر یې ټپیان کړل. نوموړۍ ورځپاڼې لیکلي دي چې دغه بی رحمانه پیښې د دې سبب شوي دي چې په اروپا کې د خلکو عامه افکار د مهاجرو پر ضد کړي.
همدارنګه ګارډین په خپل دغه رپوټ کې لیکلي دي چې په داسې حال کې چې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د مهاجرو اړوند پر خپلو ژمنو ولاړه ده، خو اروپایې اتحادیې ښودلې چې ماته یې خوړلې او حتی ثابته کړې یې ده چې په ایټالیا او یونان کې (د مهاجرو د کړکیچ په برخه کې) د خپلو بهرنیو سرحدونو په کنترول کې پاتې راغلې.
ورځپاڼه زیاتوي چې روانه وضعه د هغو میلیونونو انسانانو له پاره چې له زور زیاتي او نا امنیو له امله اروپا ته راغلي دي، دردونکې ده. ګارډین په پای کې لیکلي دي چې «دا د تروریستانو له پاره یو ډول بریالیتوب دی چې غواړي د اروپا نړیوال ارزښتونه له منځه یوسي».
پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: