یورو پول د ترور د خطر په هکله خبرداری ورکړی
۱۳۹۴ بهمن ۳۰, جمعهد اروپایي پولیسو چارواکو د افراطي ډلې «اسلامي دولت» له لوري په اروپا کې په لویه کچه د احتمالي بریدونو په هکله خبرداری ورکړی دی. د یورو پول مشر روبن واین رایت، د «ناین اوسنا بروکر څایټونگ» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي: «اروپا تر یوې لسیزې د زیاتې مودې وروسته اوسمهال د یوه ستر تروریستي خطر پر وړاندې قرار لري.»
هغه په خپلوڅرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې په پاریس کې د تیر کال د نومبر میاشتې بریدونو وښووله چې اسلامي دولت ډلې نړیوال بعدونه خپل کړي دي: «دا احتمال شته چې اسلامي دولت یا کوم بل مذهبي ترهگر گروپ، یو چیرې په اروپا کې ملکي وگړو ته د زیاتې مرگ ژوبلې د اړولو په هدف یو برید تر سره کړي.»
یورو پول له ډیر وخت راهیسې داسې اټکل کوي چې له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې اروپایان چې په ترهگرو مرکزونو کې یې د جگړې تجربه تر لاسه کړي، بیرته خپلو ټاټوبو ته راگرځیدلي دي. واین رایت زیاته کړې ده: «د بهرنیو جنگیالیو دغه مخ پر زیاتیدونکي شمیر د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه په بشپړه توگه له یوې نوې ننگونې سره مخامخ کړي دي.»
د یورو پول د اټکل له مخې له سوریې څخه د اروپا پر لور د کډوالو سترې څپې، د ترور خطر هرو مرو نه دی زیات کړی دی. واین رایت یادونه کړې چې: «چې په دې هکله کومې اساسي نخښې نښانې نه شته چې تروریستي سفر کوونکي په سیستماتیکه توگه د کډوالو له هجوم څخه گټه اخلي، څو په پټه توگه اروپا ته راشي.»
د روان میلادي کال د پېل راهیسي د یورو پول تر مشرۍ لاندې د ترهگرۍ ضد یو مرکز شته چې معلومات راټولوي، او د پولیسو ادارې له یو بل سره تړي.