یوناما: د طالبانو وروستی حکم پر ناسم لوري یو بل ګام دی
۱۴۰۱ بهمن ۱۰, دوشنبهپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د طالبانو د هغه نوي فرمان د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې چې له مخې يې په پوهنتونونو او خصوصي موسیسو کي نجونې د کانکور پروسه کې د نوم لیکنې او آزموینې څخه منع کړې.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د شنبې په ورځ پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي موسیسو ته د یوه لیک په لیږلو سره په کانکور آزموینه کي د نجونو نوم لیکنه او کډون منع کړی.
یوناما د دوشنبې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د طالبانو دا حکم "پر غلط لوري یو بل ګام دی او په مارچ میاشت کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بیا پرانستلو د پخوانیو ژمنو خلاف اقدام دی."
یوناما د دغه فرمان د سمدستي لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.
باید وویل شي چې طالبانو په تدریجي ډول افغان ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کړي دي. نجونې په افغانستان کي تر شپږم ټولګي پورته زده کړې نه شي کولای او پر دې سربیره د پوهنتونو دروازي هم د نجونو پرمخ تړل شوې.
د ملګرو ملتونو استازي په انجوګانو کې د ښځينه کارکونکو د ممانعت پر موضوع له طالبانو سره کتلي