یوناما له طالبانو وغوښتل چې د ښځو سینګارتونونه بند نه کړي
۱۴۰۲ تیر ۱۴, چهارشنبهیوناما د سې شنبې په ورځ په خپلو ټولنیزو پاڼو کې لیکلي دي چې د دغه نوي بندیز لګول به د ښځو پر حقونو او په ځانګړې توګه د سوداګرو ښځو پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.
د یوناما د دغې غوښتنې په یوه برخه کې راغلي: «یوناما له اوسنیو واکمنانو غواړي چې د ښځو د سینګارتونونو د تړلو حکم بیرته واخلي. د ښځو پر حقونو دغه نوی محدودیت به پر اقتصاد منفي اغېز وکړي او دا د متشبثیو ښځو له اعلان شوي ملاتړ سره په تضاد کې ده. یوناما له ښکېلو خواوو سره په تماس کې ده او هڅه کوي چې دغه بندیزونه لرې کړي.»
زموږ د يوټيوبکانال هم درسره تعقيب کړئ
د طالبانو د نوي فرمان له مخې په افغانستان کې به د ښځو د سینګارتونونو فعالیت تر راتلونکې یوې میاشتې پورې ودرول شې.
د ښځو پر حقونو محدودیتونه؛ پر طالبانو د مرستو بنديدو ګواښ
په کابل کې د صنایعو خونې چارواکو دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د دغه فرمان په پلي کېدو سره به په افغانستان کې د ښځو د سینګار ۱۲ زره مرکزونه وتړل شي او لسګونه زره مېرمنې به بې کاره شي.
د طالبانو له خوا پر ښځو د دغه نوي بندیز لګولو په افغانستان کې دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي.