«د افغانستان له خوا په ډزو کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي»
۱۴۰۰ تیر ۹, چهارشنبهد پاکستان د پوځ له خوا ويل شوي چې بريد د پاکستاني طالبانو په پخواني پاخه سنګر شمالي وزيرستان کې شوی دی.
د پاکستان پوځ په دې اعلاميه کې دا نه دي ويلي چې بريد کله شوی دی، خو زياته کړې ېې ده چې پاکستاني ځواکونو یې مناسب ځواب ورکړی دی او جوابي ډزې یې کړي دي.
په دې اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي چې آیا وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که څنګه؟
د پاکستان پوځ په دوامداره توګه د پاکستاني عسکرو پر وړاندې «د ترهګریزو فعاليتونو له پاره د افغان خاورې» پر کارولو نيوکه وکړه او ویې ویل چې په څو ځلي یې له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د خپل سرحد اغیزمن کنترول دې تضمين کړي.
د پاکستاني ځواکونو د وژلو مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی
شمالي وزيرستان ډېره موده د پاکستان د تحريک طالبان ډلې پوخ سنګر وو. د پاکستان پوځ بيا په ۲۰۱۵م کال کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې دغه سيمه خوندي کړه. خو پر دې سربيره هم پر پوځ وخت نا وخت بريدونه ترسره کيږي.
ويل شوي دي چې په دې وروستيو کې دې ډول بريدونو يو ځل بيا زور اخيستی دی او په پاکستان کې يې په دې اړه انديښنې هم راپورته کړي چې طالبان يو ځل له افغانستان سره پر پوله پرته دې سيمه کې د ځان د منظمولو هڅه کوي.
ب. ص/ ن. ز (AP)
زموږ له آرشيف څخه: