په پنجشیر کي د نجونو یوه ښوونځي ته اور اچول سوی
۱۴۰۳ مهر ۹, دوشنبهپه پنجشیر کي سرچینو ویلي دي چي تیره شپه د دغه ولایت د بازارک د سیمې په پارنده دره کي د نجونو یوه ښوونځي ته اور اچول سوی دی.
په پنجشیر ولایت کي د طالبانو د امنيې قوماندانۍ ویاند عاید الله فاروقي، دغه پیښه تائيد کړې او ویلي یې دي چی تیره شپه پر نهه نیمو بجو د نجونو د دغه مکتب ودانۍ ته اور اچول سوی وو چي د ژغورنې عمله د پیښې ځای ته ورسیده او د اور د پراخیدو مخه يې ونيوله.نوموړي ویلي دي چی د پیښې په تړاو درې کسان نیول سوي دي او هغوی خپل پر جرم اعتراف کړی دی.
دا چي د دغې اور اچونې علت څه وو او څه ډول کسان نیول سوي، په اړه یې تر اوسه لا معلومات نسته.
طالبانو په افغانستان کي واک ته تر رسیدو وروسته نجونې له زده کړو محرومي کړي او د متوسطه ښوونځیو او لیسو دروازې یې د هغوی پر مخ تړلي دي.
د ډیریو سرچینو په حواله، زیاتره مدرسې او د مکتبونو ودانۍ دطالبانو په لاس کي دي او د دغې ډلې پوځیانو د زده کړو له دغو مرکزونو څخه پوځي اډې جوړي کړي او پکښې ځای پرځای دي.
GP/NZ/Ebrahimkhil, Shakila