۱۴۰۳ دی ۲۸, جمعهپر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه کورنۍ د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوې، چې په دې کې داسې مېرمنې هم شته، چې په بېلابېلو برخو کې یې شهرت موندلی و. شپږویشت کلنه هنرمنده کرشمه او د رګبي لوبې شل کلنه لوبغاړې مریم له هغو مېرمنو دي، چې د یوې ښې راتلونکي پر لور روانې وې؛ خو حالات پر دوی هم ناسازه شول.