له ښځو سره تاوتريخوالی؛ د طالبانو پر وزيرانو بنديزونه لګېدلي
۱۴۰۱ اسفند ۱۶, سهشنبهد فرانسې خبري آژانس په حواله دا بندیزونه چې نوملړ یې نن، سه شنبه په بروکسل کې دغه آژانس ته رسيدلی دی، پر نورو سربیره په افغانستان کې د طالبانو پر وزيرانو او همدا راز د روسیې د پوځ او پوليسو پر لوړ رتبه چارواکو لګول شوي دي.
په ټوله کې اروپايي ټولنې پر نهو مسئولينو او درېو بنسټونو د سفر بندیز لګولی او شتمنۍ به یې کنګل کړل شي.
دا بندیزونه پر نورو سربیره په افغانستان کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم او همدا راز د«امر بالمعروف او نهې عن المنکر» وزارت پر سرپرست شيخ محمد خالد حنفي لګول شوي دي.
اړونده موضوع: امریکا پر طالبانو د ویزو نوي بندیزونه ولګول
اروپايي ټولنه پر طالبانو پر ښځو او نجونو د فشار اچولو او پر هغوی په سيستماتیکه توګه د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو د تړلو تور لګوي.
د روسيې په پوځ او پوليسو کې بيا ښايي مسئولينو پر نورو سربیره په اوکراين کې جګړې پر ضد د ښځو د مظاهرو د ځپلو او د مظاهرو کوونکو سره د جنسي زور زياتي اجازه ورکړي وي.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
د روسیې او طالبانو پر چارواکو سربیره د بندیزونو په دې نوملړ کې چې د سه شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې – د رسمي سند په توګه تر خپريدو وروسته د اجرا وړ دی، د سوډان او ميانمار مسئولين او همدا شان د ایران يو زندان هم شامل دی.
اړونده موضوع: افغانستان کې د نجونو تحصیل په اړه د یوه ایراني ملا له څرګندونو د خلیلزاد هرکلی
د هالند د بهرنيو چارو وزارت له خوا چې د خپلو معلوماتو په حواله فيمينستي بهرنۍ سياست پر مخ وړي، ويل شوي: «دا لومړی ځل دی چې اروپايي ټولنه په نړۍ کې د جنسي زور زياتي د قربانيانو له پاره لاس په کار کیږي.»
د هالند د بهرنیو چارو وزير ووپکه هويکسترا، په دې آند دی چې بندیزونه به د زور زياتي پر نورو عاملينو هم اغیز وکړي او هغوی به هم وبيروي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف څخه: