میدان وردک؛ ماین چاودنې د یو نارينه په ګډون دوه ماشومان وژلي
۱۴۰۲ فروردین ۱۴, دوشنبهد طالب چارواکو په حواله ياده پېښه د شنبې په ورځ رامنځته شوې ده. د جنوبي ولایت زابل د پولیسو ویاند ذبیح الله جوهر هم د المان خبري اژانس ته ويلي، چې د تېرې جمعې په ورځ هم په دغه ولایت کې یوه ورته ماین چاودنه کې یو سړی وژل شوی او درې ماشومان یې ټپیان کړي.
اړوند مطلب: بدخشان: لاسي بم چاودنې ۷ ماشومانو ته مرګژوبله اړولې
تېره اونۍ لږ تر لږه اته ماشومانو د اوسپنې ټولونې پر مهال د پخوانیو ناچاودو مرمیو په چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پوځي مهمات چې د افغانستان په څو کلنه په جگړه کې ناچاودي پاتې شوي، په چاودنو کې یې تر ډېره ماشومانو ته تلفات رسیږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ( یونسیف) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې کابو ۷۰۰ ماشومان د جګړې پاتې شونو او نا چاودو توکو په چاودنو کې وژل شوي او یا هم معیوب شوې دي.
اړوند مطلب: بادغیس: ماین چاودنې د درو ماشومانو ژوند واخیست
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې چې د ۲۰۰۸ م کال د دسمبر راهیسې یې د ملکي تلفاتو په هکله راټول کړي، په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱۸ زره او ۴۴۳ کسان په وسله والو شخړو کې وژل شوي دي.
DW_FZ-BS