1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويس د افغانستان له خلکو سره ۲،۶ ميليونه ډالره مرسته کړې

۱۴۰۳ دی ۲۴, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان له خلکو سره د سويس د ۲،۶ ميليونه ډالرو د مرستې خبر ورکړی دی. اوچا ويلي دي چې دا مرسته به په روان کال کې په اړمنو کسانو مصرف شي.

https://p.dw.com/p/4p77a
آرشيف انځور: په کابل کې د وارو پر مهال يو میرمن له يوه ماشوم سره
اوچا وويل دا مرسته به د اړمنو کسانو د ژوند په شرائطو کې د رښتوني بدلون باعث شي.انځور: Wakil KOHSAR/AFP

د ملګرو متونو د بشر دوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) نن، دوشنبه ويلي دي چې سويس د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۲،۶ ميليون ډالرو مرسته کړې ده.

اوچا د فيسبوک او ايکس په خپل پاڼو کې د يوې خبرپاڼې په نشرولو سره د سويس له دې مرستې څخه ستاينه کړې او ويلي یې دي چې دا مرسته به د اړمنو کسانو د ژوند په شرائطو کې د رښتوني بدلون باعث شي.

اړونده موضوع: اروپايي اتحاديې له افغانستان سره د نوو مرستو د چمتووالي اعلان وکړ

د همغږۍ دې دفتر په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه په دې وروستيو کې ويلي دي چې په ۲۰۲۵م کال کې د دغه هېواد کابو نیمايي نفوس چې تقریباً ۲۲،۹ ميليونه وګړي کيږي، د ژوندي پاتېدو له پاره پر بشري مرستو تکيه کوي او هغوی ته د رسېدګۍ له پاره ۲۴،۲ میليارډه ډالرو ته اړتيا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) تائید کړې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې د افغانستان د اقتصاد يو په دريمه برخه شاتګ، د بودوجې محدويتونو، بيکارۍ، د کورنيو پوړیورتوب او بې وزلۍ په دغه هېواد کې اقتصادي شرایط لا پسې خراب کړي او د طالبانو له لوري پر ښځو، نجونو او ځوانانو پرله پسې محدوديتونو دغه مشکل نور هم پراخ کړی دی.

دې بنسټ زياته کړې ده چې د خوړو په برخه کې ناډاډمنتيا، د پاکو اوبو نه شتون او روغتيايي خدماتو ته نه لاس رسی په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ د ډېروالي باعث شوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب