«له افغانستان سره دې د ايران د اوبو د حق موضوع جدي تعيقب شي»
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۵, دوشنبهد هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق د ایران او افغانستان تر منځ یوه تر ټولو جنجالي مسله ده. په وروستیو کلونو کې په دواړو هېوادونو کې د پرله پسې وچکالیو له امله دا موضوع تر جدي بحثونو لاندي راغلې ده.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دې هیواد جمهور رییس ابراهیم رئیسي د هلمند سیند د اوبو حق د ارزښت په پام کې نیولو سره، د انرژۍ وزارت او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ته امر کړی، چې دغه موضوع په ځانګړې توګه حل او په جدي توګه تعقیب کړي.
د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، سید ابراهیم رئیسی، د یکشنبې په ماښام د ایران د انرژۍ او بهرنیو چارو وزارتونو او د افغانستان په چارو کې د دغه هیواد له ځانګړی استازی سره په کتنه کې وویل: »د هلمند د اوبو حق د ایران یوه مهمه موضوع ده. په جدي توګه دې تعقیب کړئ."
ایا طالبان به ایران ته د اوبو برخه ورکړي؟
څو ورځې وړاندې د ایران ایرنا رسمي خبري اژانس د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په حواله خبر ورکړی وو چې طالبان د هلمند سیند د اوبو حق ته ژمن دي او په دې برخه کې به هیڅ ډول خنډ رامنځته نه کړي.
د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې دوى »د ايران ادعا په رسميت پېژني.«
د ایرنا د راپور له مخې، متقي هیله څرګنده کړه وه چې سږ کال به کافي باران وشي او په دې برکت به د اوبو زیرمې زیاتې شي چې د دواړو هیوادونو د اوبو اړتیاوي به پوره کړيٍ.
د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله شخړه
د رئیسي له حکم سره سم، فارس خبري آژانس د ایران او افغانستان په پوله کې د سرحدي شخړې خبر ورکړی دی.
دغه خبری آژانس لیکلی چې د نیمروز په سرحدی سیمه کې د ایرانی پوله ساتو ځواکونو او د نشه توکیو د قاچاق وړونکو ترمینځ نښته شوې ده.
د دغه خبری آژانس د خبر له مخې کله چې د ایران پوله ساتو ځواکونو د ایران او افغانستان ترمینځ په سرحدی سیمه کې ګزمه کوله، د نشه ېې توکیو د قاچاق وړونکو له یوې ډلې سره چې د افغانستان له خاورې ایران ته اوښتی وه، مخامخ شول.
د دغه خبری آژانس د خبر له مخې قاچاق وړونکو د ایران پر پوله ساتو ځواکونو ډزې پیل کړې خو په دغه پیښه کښې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د دغه خبری آژانس د رپوټ په یوه برخه کې راغلی دی: »په سمدستی توګه د ایران او افغانستان د پوله ساتو ځواکونو ترمېنځ غونډه وشوه او ایران په دې برخه کي خپل اعتراض وړاندي کړ.«
خو ځينو کورنيو رسنيو د سرچينو له خولې ليکلي، چې دغه شخړه د ايراني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ شوې ده.
ایرنا: طالبانو ایران ته د اوبو حق منلی دی
څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د ایراني پوله ساتو او طالبانو د سرحدي استازو ترمنځ د لفظي شخړې یوه ویډیو هم خپره شوې وه.
په دې ویډیو کي لیدل کیږې چې د طالبانو استازی ایراني ځواکونو ته خبرداری ورکوي.
د طالبانو ادارې د ایران د جمهور رییس د څرګندونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي شخړې په اړه لا څه نه دي ویلي.
د ایران د ادعا په اړه د تاو تریخوالي لړۍ وروسته له هغې نوره هم پراخه شوه چې په نیمروز ولایت کې د هلمند پر سیند د کمال خان بند په افغانستان کې د ړنګ شوي جمهوریت پر مهال جوړ شو.
افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند پر سیند د ایران د ادعا په اړه یو تړون لاسلیک کړ. په افغانستان کي د جمهوریت پر وخت افغان چارواکو ویلي ول چې ایران ته به وړیا اوبه نه ورکوي چې وروسته د هلمند سیند د اوبو په اړه د ایران او افغانستان ترمنځ دا موضوع لا جنجالي شوه.