د م.م. عمومي منشي پر کابل پوهنتون برید غندلی دی
۱۳۹۹ آبان ۱۳, سهشنبهانتونيو ګوتيرش د دوشنبې د ورځې دغه بريد «بوږنونکی» او د زده کړې پر بشري حق بريد بللی دی. نوموړي په نيويارک کې د يوې خپرې شوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې د دې بريد مسئولين بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د ملګرو متلونو عمومي منشي د قربانيانو کورنيو ته تسليت ورکړ او د ټپيانو له پاره یې د روغتيا هيله څرګنده کړه.
نوموړي ویلي دي چې ملګري ملتونه د افغان ولس او افغان حکومت ترڅنګ ولاړ دي څو له دغه هېواد سره سولې ته د رسيدو په برخه کې ملاتړ وکړي.
افغانستان د کورنيو چارو وزارت په حواله پر کابل پوهنتون په دغه بريد کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي چې درې بريد ګر هم پکې شامل دی. لږ تر لږه ۲۲ نور کسان په دې بريد کې ټپيان شوي هم دي.
ترهګرۍ ډلې داعش د بريد پړه منلې ده.
په دې ترڅ کې حکومت نن، سه شنبه د پيښې د قربانیانو له کورنيو سره د غمشريکۍ او قربانيانو ته درناوي په موخه ملي ماتم اعلان کړی دی. په دې ترڅ کې په ټول هېواد او له هېواده دباندې ټولو سياسي نمايندګيو ته لارښونه شوې ده چې د افغانستان بيرغ به نيمه ځوړند وي.
زموږ له آرشیف څخه: