د جګړو شدت؛ د ولسواليو د لاس په لاس کيدو علت په څه کې دی؟
۱۴۰۰ خرداد ۲۸, جمعهطالبانو په ځانګړې توګه د می میاشتې له لومړۍ نېټې راهيسي چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو وتل پیل شوي، پر ولسوالیو او لویو لارو باندې يې خپلې حملې ډيرې کړي دي. دوی په دغې موده کې توانېدلي دي چې څو ولسوالۍ ونيسي.
د دغې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد تازه پر ټويټر ليکلي دي چې د بغلان دهنه غوري ولسوالي هم د دوی د جنګیالو لاس ته ورغلې ده.
د ولسواليو او سیمو د پر له پسې سقوط موضوع د افغانانو هغه اندېښنې زیاتې کړي دي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان ځواکونه ښايي د طالبانو پر وړاندې مقاومت ونشي کړای او وضعیت به په افغانستان کې نور هم خراب شي.
افغان حکومت او نړیوال متحدان يې بيا پر افغان ځواکونو د بشپړ باور خبره کوي. دوی وايي دغه ځواکونه د افغانستان د دفاع وړتیا لري. امریکا متحده ایالات او ناټو چې د افغان امنيتي ځواکونو عمده ملاتړي دي، وايي چې له افغانستان څخه د ځواکونو تر ایستلو وروسته به هم خپل دغه ملاتړ ته ادامه ورکړي. خو دا په داسې حال کې ده چې نړيوال ځواکونه لا ټول وتلي نه دي او طالبان ځیني ولسوالۍ نيولي دي.
د ولسواليو د سقوط لاملونه څه دي؟
د پوځي چارو شنونکی جنرال عطیق الله امرخېل دويچه ويله ته وويل چې د ولسواليو د سقوط لاملونه مختلف دي. هغه وايي تر ټولو مهم لامل ېې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون دی: «دغه تړون طالبانو ته مورال ورکړ. هغوی فکر وکړ چې اوس امریکا او ناټو دوی د یو قدرت په توګه پيژني... او کولی شي په افغانستان کې د زور له لارې خپل اسلامي امارات راولي.»
امرخېل زیاته کړه له هغه ځایه چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري، نو کیدای شي په دې برخه کې يې «طالبانو ته مشورې ورکړي وي.»
داسې ادعاوې هم شوي چې ځينې ولسوالۍ د ځايي مشرانو په وساطت طالبانو ته پريښودل شوي دي. امرخېل په نظام کې دننه د افغان سیاسي مشرانو تر منځ شته اختلافاتو او اداري فساد ته هم اشاره کوي. هغه وايي دغه ډول مسائل د امنيتي ځواکونو پر مورال منفي اغيز کوي چې په نتیجه کې يې هغوی مقاومت ته زړه نه ښه کوي. هغه وايي همدا علت دی چې امنيتي ځواکونه له ځينو ولسواليو څخه له مقاومت کولو پرته وځي.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد تازه پر ټويټر يوه ويډيو خپره کړې چې ښيي يو شمیر وسله وال له خپلو وسلو سره له نورو وسله والو سره يو ځای کيږي. مجاهد لیکلي: «دا هغه عسکر او پولیس دي چې د حقیقت په درک کولو» دوی ته تسلميږي.
طالبانو د روانۍ اوونۍ په پيل کې په دوو ولایتونو کندز او سرپل کې درې ولسوالۍ تصرف کړي دي، خو امنيتي ځواکونه وتوانيدل چې د کندز خان آباد ولسوالي تر څو ساعتونو وروسته بیرته ونیسي. افغان حکومت دغه راز ادعا کوي چې ځينې نورې ولسوالۍ يې هم له طالبانو څخه نيولي او په ځينو مواردو کې يې د طالبانو حملې پر شا تمبولي دي.
د دفاع وزارت ویاند فواد امان د جمعې په ورځ پر ټويټر لیکلي: «د هلمند ګرشک ولسوالي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوه.»
دواړه لوري يو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې هم کوي.
د ولسواليو د سقوط اغېز
جنرال امرخېل د ولسواليو سقوط ډير اغېزناک نه بولي: «افغانستان ۲۶۵ که ۲۶۶ ولسوالۍ لري چې که ۳۰ ولسوالۍ يې طالبان ونیسي په دې معنی نه ده چې افغانستان سقوط وکړ، خو له تبلیغاتي اړخه يې تاثیر زیات دي.» هغه دا هم وويل چې د لوېديځ ملاتړ او ژمنو ته په کتو افغان ځواکونه به مقاومت وشي کړای.
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح، د روانې اوونۍ په پیل کې وويل چې د طالبانو له خوا نيول شوې سیمه به د هغوی په «ګورستان» باندې بدلې شي.
د ولسواليو ساختمانونه څوک په بمونو الوځوي؟
په وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو ځينې داسې ويډيوګانې خپرې شوي دي چې وسله وال پکې د الله اکبر په ويلو، يوه دوه پوړيزه لویه ودانۍ په بمونو الوځوي. دغې مسئلې په ټولنیزو رسنيو کې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
حکومت وايي دغه کار د طالبانو دی. د افغانستان ملي راډيو تلويزیون يوه ويډيو خپره کړې چې یوه دوه پوړيز لويه ودانۍ په بمونو الوځول کيږي. ملي تلويزیون ويلي دي چې دا د فراه ولایت د آنار درې ولسوالۍ ودانۍ ده چې طالبانو تر نيولو وروسته په بمونو الوځولې ده. خو د طالبانو ویاند داکتر محمد نعیم په دې اړه دویچه ویله ته وويل چې دوی له دغې پيښې دقیق معلومات نه لري. هغه وويل: «د ځایونو ورانول او خرابول د اسلامي امارت پالیسي نه ده.» طالبان په ورستیو کې د ډیرو داسې پيښو مسؤلیت نه مني چې حکومت هغه د طالبانو کار بولي.
ملکیان په جګړه کې تر ټولو ډير زیان ويني
خو خبره يوازې د ولسواليو په سقوط او بيرته نیولو کې نه خلاصه کيږي، بلکې هره جګړه او سقوط درانه ځاني او مالي تلفات له ځانه سره لري چې تر ټولو ډيره قرباني يې ملکيان ورکوي.
د کندز د خان آباد ولسوالۍ اوسیدونکی، ۳۲ کلن شیرين آغا عزيزي د جګړو له زیانمنو څخه یو دی چې د خان آباد په جګړه کې يې درملتون له منځه تللی.
عزیزي له دویچه ویله سره په خبرو کې وويل: «د درملتون مخې ته مې د طیارې بم وغورځيد، درملتون ویجاړ شو او ټول درمل له کاره ووتل.» عزيزي چې د درو ماشومانو پلار دی وايي چې څلورنیم لکه افغانۍ زیان ور اوښتی او اوس ورته هيڅ امکانات نه دي پاتې چې څه به کوي: «موږ مهاجر شولو، د خپلوانو کره پراته یوو، دوی هم بيوزله دي، مرستې هم نه دي شوي.»
د دغې ولسوالۍ يو بل اوسیدونکی اجمل آرين وايي: «د جګړې پر مهال د بازار ټول دوکانونه سوځيدلي او یا په توپونو لګيدلي دي.» پر ټولنيزو رسنیو هم د خان آباد ولسوالۍ د سوځيدلو دوکانونو او موټرو انځورونه خپاره شوي دي.
د وروستیو جګړو له امله يوازې په هلمند، کندهار او هرات ولایتونو کې په زرونو کورنۍ بيځايه شوي دي. د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي تلفاتو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
افغانان څه غواړي؟
عام افغانان چې څلور لسیزو جګړو سخت ځپلي دي، وايي چې حکومت او طالبان باید سوله وکړي. خو دا چې افغانان به کله سولې ته رسيږي څوک نه پوهيږي. په دوحه کې د تيرکال په مني کې د سولې پيل شوې خبرې هم تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه لري او حتی ډېر وخت په ټپه ولاړي وي.
شیرين آغا عزيزي وايي چې دی مجبوره دی چې د خپل ژوند د مخته وړولو له پاره پيسې پيدا او بیرته خپل درملتون فعال کړي. خو هغه وايي که چیرته جګړه بیا هم همداسې ادامه ولري نو ښايي بیا به زیانمن او مهاجر شي.عزیزي وايي: «حکومت او طالبان بايد سوله وکړي. ټول عمر مې په جګړه کې تیر شو، نور جګړه بس ده.»
محمد کریم صالح/م.ک.ص.