«د افغانستان اقتصاد به په راتلونکو څو اوونيو کې سقوط وکړي»
۱۴۰۰ مهر ۱۵, پنجشنبهد ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس واک ته د طالبانو د رسيدو له وجې د افغانستان اقتصاد سقوط کيدو ته نزدې شوی دی. د خوراک د نړيوال پروګرام «ډبليو اف پي» د افغانستان له پاره ځانګړې استازې ماري ـ ايلن مکګرورتي د چهارشنبې په ورځ وويل چې ډېرې بې وزلۍ، د بيو لوړوالي، د شتمنيو کنګل کيدو او د پراختيايي مرستو درېدو دغه هيواد د نغدو پېسو د يوې جدي ستونزې سره مخ کړی دی.
نوموړې خبرداری ورکړی چې ښايي يوازې څو اونۍ وروسته د افغانستان اقتصاد سره وپاشل شي. د هغې په وينا له يوې خوا وچکالي او د ژمي را رسيدل او له بلې خوا د اړينو او سون توکو د بيو لوړوالي وضعيت لا پسې خراب کړی دی.
اروپايي ټولنې د افغانستان د اقتصادي سیستم د ویجاړېدو خبرداری ورکړ
مک ګرورتي روښانه کړه: «خلک به د خوړو او د سون توکو د امکاناتو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ شي. زه له ډېرې مودې راهيسې د خوراک له نړيوال پروګرام سره کار کوم خو دا لومړی ځل دی چې وينم چې يو بحران په دومره چټکې سره د پراخیدو په حال کې دی.»
په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسيدو راهيسې د افغانستان اقتصادي وضعيت وار په وار مخ پر خرابيدو دی. د افغانستان يو په دريمه برخه نفوس د لوږې له خطر سره مخ دی.
که څه هم چې یو شمیر هيوادونو د ملګرو ملتونو په کوربتوب يوه کنفرانس کې له افغانستان سره تر يو ميليارد ډالرو ډېرو پېسو بشري مرستو ژمنه کړې ده خو ظاهراً د دې ژمنې د عملي کولو په برخه کې ډېرې ستونزې موجودې دي. نړيوال نه غواړي چې د مرستې پېسې يې د طالبانو لاسو ته ولوېږي.
ب. ص/ ن. ز (DPA)
زموږ له آرشيف څخه: