په کاناډا کې د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت کانټينر غلا شوی
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱, جمعهد کاناډا چارواکو د پنجشنبې په ورځ وويل چې د تورونتو له پېرسن هوايي ډگر څخه يوه لويه غلا شوې ده. چارواکو ويلي دي چې داسي يو کارگو کانټينر چې پکښي د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت سره زر او نور قيمتي توکي موجود ول، وړل شوی دی.
ځايي پوليس چارواکي سټيفن دوويستين ويلي دي چې د زيات ارزښت لرونکی يو کانټينر چې د دوشنبې په ورځ له الوتکې څخه راکښته کړل شوی و او په هوايي ډگر کې ساتل کېدلی، غلا شوی دی.
ياد پوليس چارواکي ويلي دي: »د عادي پروسې په ترڅ کې دغه کانټنر له الوتکي څخه د هوايي ډگر د کارگو ځای ته انتقال کړل شوی او هلته ساتل کېدی.»
سټيفن دوويستين زياته کړې ده: »په کانټينر کې ارزښتي توکي ول. په دغه کې سره زر ول خو تر څنگ يې نور ارزښتي توکي هم موجود ول.«
د قيمتي توکو د ورکېدو سره سم و پوليسو ته احوال ورکول شو. خو پوليسو د دغې موضوع په تړاو نور جزيات نه دې روښانه کړي.
سټيفن دوويستين ويلي دي چې پوليس له درو ورځو راهيسي د دغې پيښي په تړاو پلټنې کوي. په وينا يې تر اوسه په دې تړاو هيڅوک نه دی نيول شوی.
آ./ا.ا./ن.ز.