افغانستان کې د نجونو مسمومېدل، ۷۷ يې روغتون ته لېږدول شوي
۱۴۰۲ خرداد ۱۵, دوشنبهد طالبانو حکومت د سرپل ولایت د پوهنې رییس محمد رحماني د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال جون ۴مه) اعلان وکړ چې ددغه ولایت په دوو لومړنیو ښوونځیو کې د بیلابیلو برېدونو پرمهال ۷۷ نجونې مسموم کړاې شوي او اوس په روغتون کې بستر دي.
ګومان کیږي چې دا د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو راوروسته لومړی پېښه وي.
اړوند مطالب:د زده کونکو د مسمومولو په تور اووه تنه ونیول شول
دغه طالب چارواکي، د مسمومولو ددې پېښه انګېزه شخصي دښمني بللې، خو په دې برخه کې یې نور جزیات ورنه کړل.
د رحماني په وینا، ۶۰ زده کونکې د کبودآب نجونو ښوونځي او ۱۷ نورې د سنګچارک ولسوالۍ د فیض آباد د نجونو ښوونځي کې مسمومې شوي دي.
هغه آسوشیټډپرس سره په خبرو کې زیاته کړې: «دواړه لومړني ښوونځي یو بل ته نیږدې دي او یو په بل پسې په نښه شوي. مونږ زده کونکې روغتون ته لېږدولي او تر اوسه د هغوی روغتیايي وضعیت ښه دی.»
د افغان نجونو د لومړنیو ښوونځیو ددغو زده کونکو د مسمومولو مسؤلیت کوم چا یا ډلې پرغاړه نه دی اخېستی.
د افغانستان په پخواني راپرځول شوي حکومت کې د نجونو د مسمومولو دغسې پېښو د پړې ګوته تر ډېره طالبانو ته نېول کېده.
اړوند مطالب:مشعل: طالبان د زده کوونکو د مسمومولو تر شا دي
دا پېښه داسې مهال شوي چې له شاوخوا دوو کلونو طالبانو تر شپږم ټولګې پورته ښوونځیو دروازې د نجونو پرمخ تړلي، دغه راز، پوهنتونو ته یې هم په تګ بندیز لګېدلی دی.