بایدن: د امریکا راتلونکې جګړه به د سایبري بریدونو له کبله وي
۱۴۰۰ مرداد ۶, چهارشنبهپه دې وروستیو کې پر یو شمیر مهمو امریکایي شرکتونو تر سایبري بریدونو (انټرنټي حملو) وروسته د سایبري امنیت موضوع د امریکا متحده ایالاتو د حکومت د اجنډا په سر کې ځای نیولی دی.
له څه مودې راهیسې د امریکا د سولري انرژۍ، کولونئیل پائپ لاین کمپنۍ، د غوښې د پروسس کمپنۍ او د سافټ ویر په څیر یو شمیر لوی شرکتونه د انټرنټي بریدونو هدف ګرځیدلي دي.
د دغو بریدونو له امله د امریکا ځینو برخو ته د سون توکو او خوراکي موادو د لیږد بهیر اغیزمن شوی وو.
حو بايدن د امریکا د ملي امنیت ادارې (ODNI) له دفتر څخه د خپلې لومړۍ لیدنې کتنې پر مهال په خپله نږدې نیم ساعته وینا کې وویل: «زما په اند خبره له قیاس کولو څخه وړاندې تللې ده او موږ د پایلو په طرف روان یوو. که چیرې موږ ته نتایج د کومې جګړې په شکل کې رابرسیره شي، له کوم لوی قدرت سره د حقیقي جګړې په صورت کې، نو د هغې سبب به سایبري سرغړونې وي او لوی قدرتونه په دې برخه کې په غیر معمولي ډول د خپلو وړتیاو پر زیاتولو مصروفه دي.»
د امریکا ولسمشر د نوموړي ادارې کارمندانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی پر ژمنتیا پوره باور لري او پر دوی به هیڅ ډول سیاسي فشار نه واردیږي.
بایدن د امریکا ملي امنیت ته د چین او روسیې له خوا مخ پر ډیریدونکي خطرونو ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې په دې وروستیو کې پر حکومتي ادارو او شخصي کمپنیو د سایبري بریدونو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی. په دې کې د باج اخیستنې په هدف ترسره شوي بریدونه هم شامل دي.
نوموړي وویل چې امریکایي چارواکو په دغو بریدونو کې د یادو دواړو هیوادونو اِجنټان ښکیل موندلي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایدن د جون مياشتي پر ۱۶ نېټه په ژنیف کې د سرمشریزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ملاقات پر مهال هغه ته د امریکا د مهمو ادارو او زیربناو یو فهرست وړاندې کړی او ویلې یې ول چې پر دغو ادارو به هیڅ ډول سایبري حملې ونه زغمل شي.
د سپينې ماڼې په وینا د امریکا د ملي امنیت ادارې لوړپوړو چارواکو د دغو سایبري حملو په اړه د کریملین له لوړپوړو چارواکو سره په پرله پسې ډول تماسونه نیولي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز