المان: یو کس د اسرائیل پر سفارت برید پلانولو په تور نیول شوی
۱۴۰۳ مهر ۲۹, یکشنبهټاکل شوې ده چې نیول شوی کس چې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې په ملاتړ او په برلین کې د اسرائیل پر سفارت د برید کولو ارادې په لرلو تورن دی، نن یکشنبه (د اکتوبر میاشتې ۲۰ نیټه) د المان په کارلسروهه ښار کې محکمې ته معرفي شي.
تحقیق کوونکی قاضي به پریکړه کوي چې ایا دغه لیبیایي وګړی به په تحقیقي بند کې پاتې کیږي او که څنګه. لویې څارنوالۍ دغه شکمن کس د یوه ترهګریز سازمان په ملاتړ تورن کړی دی.
په برلین کې د اسرائیل سفارت تائیده کړې ده چې پر دغې دیپلوماتیکې استازولۍ د یوهبرید طرحه موجوده وه. تر ټولو دمخه د «بِیلډ» المانۍ ورځپاڼې د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د پلازمېنې برلین په شمالي څنډه برناو ناحیه کې یو ۲۸ کلن شکمن کس نیول شوی دی.
د المان د لویې څارنوالۍ دفتر ویاند د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې د برلین په برناو کې د دغه تورن کس اپارتمان پلټل شوی دی. دا چې دغه کس له «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې سره څومره نزدې اړیکې لرلي، تر اوسه پورې معلومات نه دي ورکړل شوي.
په برلین کې د اسرائیل سفیر رون پروسور د المان له امنیتي چارواکو څخه مننه کړې ده او ویلي يي دي چې «دوی زمونږ د سفارت امنیت تامینوي.»
پروسور د المان خبري آژانس (dpa) ته وویل: «د اسرائیل د سفارت کارمندان په ځانګړي توګه له خطر سره مخامخ دي، ځکه دوی د دیپلوماسۍ د جبهې په لومړۍ کرښه کې قرار لري».
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ نیټه پر اسرائیلو د حماس ډلې له ترهګریز برید وروسته په المان کې هم یهودیانو سره د دښمنۍ ډیر شمیر پيښې ثبت شوي دي.
په المان کې د یهودانو د مرکزي شورا مشر یوزف شوستر د اکتوبر میاشتې په پیل کې د المان خبري آژانس ته وویل: «د یهودانو پر ضد تاوتریخوالي ته د رابللو او تاوتریخوالي کولو د مخنیوي له پاره هڅې کمې شوي دي.»
د المان د نورد راین- وستفالن ایالت د کورنیو چارو وزیر هیربرت ریول، د شنبې په ماښام د «بیلډ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل چې د یهودي بنسټونو امنیت زمونږ د لومړيتوبونو په سر کې ځای لري.
آژانسونه: ش.ن