1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ماگدبورگ کي تر برید وروسته: پر مهاجرو د بریدونو زیاتوالی

هنس فایفر | ګل غوټۍ پوپل
۱۴۰۳ دی ۶, پنجشنبه

د جرمني په ماگدبورگ کي تر خونړي برید وروسته د مهاجرو پر وړاندي د نژادپالنې بریدونه ډیر سوي دي. څارونکي په آلمان کي د ښي اړخو افراطیانو له پیاوړي کیدو څخه خبرداری ورکوي.

https://p.dw.com/p/4oYKj
د تیرې جمعې په ورځ له برید راهیسي په ټول آلمان کي ښی اړخه افراطیانو او د نوو نازیانو گوندونو ځانونه پیاوړي کړي دي.
په ماگدبورگ کي تر برید وروسته: پر مهاجرو د بریدونو زیاتوالیانځور: Christian Mang/REUTERS

دا لا معلومه نه ده چي د آلمان په ماگدبورگ ښار کي د کرسمس په بازار کي د موټر په مرسته د وژونکي برید د مجرم انګیزه څه وه. فقط یوه خبره واضح ده: هغه یو عربی تبع دی او اوس په توقیف کی دی. خو له برید لږ وروسته په جرمني کي ښي اړخو افراطیانو د مهاجرو پر وړاندي خپل پاڅون پیل کړ.

په ماگدبورک کي د موټرو د انجینیرۍ په برخه کي یو زده کوونکی وايي: «ما هیڅکله داسي له دښمنیو ډک او گواښوونکی حالت نه ؤ لیدلی.» په دې هکله رپوټ په زاکسن انهلت کي د «سلام» په نوم له تاوتریخوالي څخه د مخنیوي بڼسټ ورکړی دی.

دغه بڼسټ د هغو کسانو پر وړاندې په پیښو کې د پام وړ زیاتوالی ګوري چي د ښی اړخو افراطیانو له خوا د بهرنیانو په توګه په نښه سوي دي.

Magdeburg Weihnachtsmarkt-Anschlag - Menschenkette zum Gedenken
د آلمان د ماگدبورگ د کرسمس په بازار کی د موټر په مرسته خونړي برید د قربانیانو یادونهانځور: AFP

ټیله کول، توهینول، ځورول

د «سلام» له خوا خپور سوي رپوټ کي راغلي دي: »شکمنو مهاجرو ته پر سړکونو د "ترهګرو"، "مجرمانو" او "پَستو کسانو" په نوم سپکاوی کیږي، کله ناکله پوري وهل کیږي او توف او لعنت ورباندي ویل کیږي."

دغه ډول گواښونه تر دې حده وي چي دمهاجرو کمېټې د واتس اپ او فیسبوک له لارې یو بل ته مشورې ورکوي چي عام محضر ته له تلو څخه ډډه وکړي.

د «سلام»له ټولنې څخه د افراطي کیدو کارپوه، هانس گولډن باوم د "میتل دویچه روندفونک" رسنۍ ته وویل چي د برید تناقض په دې کي دي چي شکمن کس ښايي خپل دغه برید ته اسلامي ضد او ښي اړخه دید ولري.

د هغه په خبره دغه ډول حالت ښيي چی د افراطي نژاد پالنې بحث څومره پر پیښو اغیز کړی او د واقعیتونو پر وړاندي تړلی دی."

په ټول آلمان کي د ښی اړخو افراطیانو پیاوړي کیدل

د تیرې جمعې په ورځ له برید راهیسي په ټول آلمان کي ښی اړخه افراطیانو او د نوو نازیانو گوندونو ځانونه پیاوړي کړي دي. هغوی له آلمان  څخه د مهاجرو د ډله ایزو اخراجونو غوښتنه کوي. په سلو نوي نازیان د یکشنبې په ورځ په ماگدیبورگ کي د ښي اړخه افراطیانو له خوا مظاهرو کي راټول سوي وه چي پکښي پر خبریالانو باندي هم بریدونه وسول.

Magdeburg Weihnachtsmarkt-Anschlag - Menschenkette zum Gedenken
د ماگدبورگ په خونړي برید کی لږترلږه ۵ تنه ووژل او له ۲۰۰ څخه زیات کسان زخمیان سولانځور: AFP

د دغو مراسمو یو وینا کوونکی تورستن هایزه ؤ. د نوونازیانو دغه څېره څو ځله محکومه سوې ده. نوموړي مخکې له دې هڅه کړې وه چي یو مهاجر تر خپل موټر لاندي کړي. له دغو مراسمو څخه اخیستل سوو ویډیو گانو کي ښکاري چي هایزه څه ډول له گډون کوونکو څخه غواړي چي پر ټولنو، اطفائیو او ادارو باندي یرغل وکړي.

خبریالانو او څارونکو رپوټ ورکړی دی چي وروسته گډون کوونکو نارې وهلې: «آلمانه راویښ سه».دا د ادولف هیټلر  په وخت کي د ناسیونال سوسیالیستانو شعار ؤ. په آلمان کي له هغه څخه استفاده د سزا عواقب له ځانه سره لري.

د وسیلې کولو په وړاندي خبرداری

د یو له بل سره په نوم بڼسټ «Miteinander e.V.» څخه د ښی اړخه افراطیت کارپوه دیوید بگریش، وايي چي دغه برید ښايي د سیاسي سوء استفادې له پاره په یوې وسیلې واوړي. د «آلمان له پاره بدیل»په نوم ښي اړخه گوند چي ځیني برخې یې افراطي درجه بندي سوي دي، په نیژدې راتلونکي کي په ماگدیبورگ کي له پراخو مظاهرو څخه خبر ورکړی دی.

بگریش، له دویچه ویلې سره په خبرو کي پر دغه ډول پیښو سخت انتقاد وکړ. هغه وویل چي له برید څخه وروسته چي پنځه کسان پکښي ووژل او شاوخوا ۲۰۰ کسان ټپیان سول، پر قربانیانو او اغیزمن سوو کسانو باندي تمرکز وسي. هغه زیاته کړه: «دغه برید دغه ښار ژور زخمي کړی دی. دغې موضوع شخصاً پر ما باندي هم اغیز اچولی دی، زما د مېرمنې همکاران هم د ټپیانو په ډله کي دي.»

Deutschland I Alltagsleben in Magdeburg
د یو له بل سره په نوم بڼسټ «Miteinander e.V.» څخه د ښی اړخه افراطیت کارپوه دیوید بگریشانځور: Benjamin Knight/DW

بگریش، ویلي دي « تر هغه پوري چي زخمیان په روغتونونو کي د دغه برید له پایلو سره لاس او گریوان دي، له دغې پیښې څخه باید د وسیلې په توگه کار اخیستل منع سي. اوس باید د قربانیانو برخلیک اصلي مهمه موضوع وي. انتقادي ارزونې به وروسته وسي. ښاري ټولنه هیڅ ډول وسیله کول نه غواړي.»

پر ټولو ناسمو رپوټونو، په ټولنیزو شبکو کي له دغې پیښې څخه د وسیلې په توگه د استفادې په هکله هلوځلو سربیره، دیوید بگریش، په خپل ښار ماگدیبورگ کي وضعیت بل ډول ویني او د دغه ښار په خلکو کي له یووالي څخه خبره کوي.

د کریسمس پر بازار برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۰۰ ټپیان دي

هنس فایفر د ډویچه ویلې خبریال چی د ښي اړخه افراطیت په هکله موضوعگاني تعقیبوي.