1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليسویډن

سویډن ته اخراج شوی افغان پناه غوښتونکی بیرته آلمان ته راغلی

۱۴۰۳ آبان ۱۲, شنبه

هغه افغان کډوال چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې له کلیسايي پناه غوښتنې وروسته سویډن ته اخراج شوی وو، بیرته آلمان ته رسیدلی دی. په آلمان کې د نوموړي د پناه غوښتنه رد شوې وه او د ډوبلین د قوانینو په اساس سویډن ته اخراج شوی وو.

https://p.dw.com/p/4mVw6
دغه افغان پناه غوښتونکی په المان کې د پناه غوښتنې تر ردیدو وروسته د ډوبلین د مقرراتو په اساس سویډن ته اخراج شوی وو.
هغه افغان کډوال چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې له کلیسايي پناه غوښتنې وروسته سویډن ته اخراج شوی وو، آلمان ته رسیدلی دی.انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

څه موده وړاندې یو افغان کډوال چې د آلمان په هامبورګ ښار ک یې د پناه غوښتنه رد شوې وه، یوې کلیسا ته یې پناه یوړه. خو آلماني چارواکو د نوموړي کلیسايي پناه غوښتنې ته د پای ټکی کیښود او هغه یې د ډوبلین د مقرراتو له مخې سویډن ته اخراج کړ.

آلماني چارواکو ویلي چې دغه افغان پناه غوښتونکی دوه اونۍ وروسته اوس بیرته آلمان ته رسیدلی دی. تر ټولو دمخه، د «هامبورګر مورګن پوست» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې د نوموړي په هکله راپور خپور کړ.

د آلمان په هامبورګ ښار کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې ویلي چې دغه ۲۹ کلن ځوان د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې په نیمايي کې بیرته آلمانته را ګرځیدلی او دلته یې بیا ځلې د پناه غوښتنې هڅه کړې خو سمدلاسه توقیف شوی او اوسمهال د اخراج له پاره په یوه مرکز کې ساتل کیږي. یادې ادارې همدا راز زیاته کړې چې په نیږدې راتلونکې کې سویډن ته د نوموړي د اخراج په هکله چمتووالی ادامه لري.

د معلوماتو له مخې، دغه افغان پناه غوښتونکی د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې په ۳۰مه نیټه له آلمان څخه اخراج شوی وو او دا چې دا لومړی ځل وو چې د آلمان هامبورګ ښار د کلیسايي پناه غوښتنې یوې دوسیې ته هم د پای ټکی کیښود.په المان کې یو شمیر رد شوي کډوال د اخراج د مخنیوي  له پاره کلیساګانو ته پناه وړي چې له کبله یې په آلمان کې کلیسا ګانې هم له انتقادونو سره مخامخ شوي دي.

دغه افغان پناه غوښتونکی د ډوبلین د مقرراتو په اساس له آلمان څخه اخراج شوی وو چې له مخې یې یو رد شوی کډوال له آلمان څخه بیرته هغه هیواد ته استول کیږي چې د پناه غوښتنې قضیې ته د رسیدګی مسوول یې وي.

په هامبورګ کې د دولتي ادارو د معلوماتو له مخې، دغه پناه غوښتونکی نهه کاله وړاندې له افغانستان څخه وتلی دی او لومړی یې په سویډن کې له خپلو خپلوانو سره ژوند کړی او بیا پهسویډن کې یې د پناه غوښتنې تر ردیدو وروسته، د روان میلادي کال په پسرلي کې آلمان ته ځان رسولی وو او دلته یې د پناه غوښتنه کړې وه.

د آلمان د پناه غوښتنې او کډوالۍ ادارې یا بامف د نوموړي د پناه غوښتنه رد کړې وه او ویلي یې ویل چې د ډوبلین د مقرراتو په اساس د نوموړي د پناه غوښتنې دوسیې ته د رسیدو مسوولیت ور په غاړه نه دی. تر هغه وروسته دغه پناه غوښتونکي د روان کال په اوړي کې په هامبورګ ښار کې یوې کلیسا ته پناه یوړه ترڅو د اخراج مخنیوی یې وشي.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟