بالتيک هېوادونو په ناټو کې د اوکراين غړيتوب ملاتړ وکړ
۱۴۰۱ مهر ۹, شنبهد استونيا، ليتوانيا او لاتويا د بهرنيو چارو وزيرانو اورماس راينسالو، ايدګارس رينکېويس او ګابريلوس لاندسبرګيس د جمعې په ورځ په ټويټر کې ليکلي دي چې »د اوکراين بالتيک ملګري په بشپړه توګه هر څومره ژر په ناټو کې د اوکراين د غړيتوب ملاتړ کوي.« د هغوی په خبره »د اوکراين الهام بخښونکې زړورتيا زموږ ټلواله لا پياوړې کولی شي.«له روسیې آلمان ته د ګازو نل ليکې زیانمنې شوي
د اوکراين ولسمشر، ولودومير زيلنسکي تر دې مخکې د روسيې له خوا د څلورو اوکرايني سيمو تر غيرقانوني الحاق وروسته اعلان کړی وو چې په ناټو کې د غړيتوب يو چټک غوښتنليک به وړاندې کوي. د آلمان حکومت او د امريکا متحده آيالات په دې هکله يوازې له احتياطه ډکې څرګندونې کړې وې.تر سړې جګړې وروسته د ناټو تر ټولو ستر پوځي تمرینونه پیلیږي
بالتيک هېوادونه په نړیواله کچه د روسيې له خوا د تر يرغل لاندې راغلي اوکراين پلويان ګڼل کيږي. په ناټو کې د غړيتوب يو عمومي شرط دا دی چې کانديد يا نوماند هېواد بايد په نړيوالو کړکېچونو او سرحدي شخړو کې ښکېل نه وي.
آ/ن. ص./خ. ح.