پیکنګ: په روغتون کې د اور لګېدنې پرمهال ۲۹ کسان مړه سوي
۱۴۰۲ فروردین ۳۰, چهارشنبهچارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د بیجینګ په یوه روغتون کې په اور لګېدنه کې ۲۹ کسان مړه سوي او لسګونه ناروغان یې ایستلو ته اړ کړي دي.
د فنګ تای پیکینګ ولسوالۍ مرستیال ښاروال لی ژونګ په یوه خبري کنفرانس کې د مړو سوو کسانو د شمیر په اعلانولو سره خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه. په وژل سویو کسانو کې ۲۶ یې ناروغان ول.
دویچه ویله پښتو فیس بوک پاڼه هم درسره لایک کړئ
د بېجينګ ورځپاڼې د راپور له مخې، اور لګېدنه د سه شنبې په ورځ په ځايي وخت د ماسپښين يوولس بجې د پلازمېنې فنګ تای ولسوالۍ د چنګ فنګ په روغتون کې رامنځته سوه.
په دغه خصوصي روغتون کې له اورلګېدنې سمدستي وروسته کارکوونکو په لسګونه ناروغان د روغتون له ودانۍ څخه وه ایستل.
د اور لګېدنې لامل څېړل کيږي
د اور لګېدنې ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي، له ودانۍ څخه تور لوګی پورته کیږي او ځینې خلک د رسی څخه کار اخلي داسې معلومیږي چې د توشکې پوښ څخه جوړه سوی وي.
له کړکیو څخه ځانونه غورځوي. نورو بیا د کړکیو څخه دباندي پنجرو کې پناه اخیستې وه.
اړوند مطالب:چین: د رستورانت په اورلګیدنه کي ۱۷ کسان مړه سوي دي
د پیکینګ د عامه امنیت ادارې څخه سن هیتو وویل چې چارواکو د روغتون د مشر په ګډون ۱۲ کسان د اور لګېدنې په تړاو نیولي دي.
د چین دولتي ټلویزیون (CCTV) د راپور له مخې، د تحقیقاتو لومړنۍ پایلې ښیي چې د اور لګیدنې سرچینه «د روغتون د داخل بستر څانګې او د داخلي جوړیدنې په وخت کې برقې شارک رامینځته سوي».
دویچه ویله یوټیوب چېنل درسره سبسکرایب او شیر کړئ
د چانګ فنګ روغتون د ښار په لويديځه برخه کې پروت دی او د موټر په واسطه د تيانانمن له څلورلارې څخه ٢٥ کيلومتره واټن لري.
ژباړه :صفت الله زاهدي