بریتانیا: د افغانستان په هکله د ګډي ستراتیژۍ غوښتنه
۱۴۰۰ شهریور ۳۱, چهارشنبهد بریتانیا خارجه وزیري، لیس تیریس په ملګرو ملتو کي د یوې اعلامیې په ترځ کي ویلي دي چي، غواړي نن چهارشنبه د چین او روسیې څخه وغواړي، چي د افغانستان په هکله پر یوې هماهنګي ستراتیژي باندي توافق سره وکړي.
د بریتانیا، چين امریکا متحده ایالاتو، روسیې او فرانسې خارجه وزیران د ملګرو ملتو په عمومي اسامبله کي د دغه سازمان د عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره ګوري.
بریتانیا چي اوس د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غړو هماهنګي پرغاړه لري، د عمومي اسامبلې څخه به د بین المللي امنیت د لاښه والي، خصوصأ افغانستان په ارتباط استفاده وکړي.
تیره میاشت د طالبانو له خوا د افغانستان د چټک نیولو او خارجي قواوو تر وتلو وروسته اوس بیا دا تشویشونه پیدا سوي دي چي افغانستان به د اسلامي افراطیانو په یوه تربیوي مرکز باندي تبدیل سي.
لیس تیریس په خپله اعلامیه کي همدارنګه ویلی دي چي «که موږ غواړو افغانستان د جهاني تروریزم د پټیدو په مرکز تبدیل نسي، نو باید بین المللي ټولنه، د هغې جملې څخه روسیه او چین هم د طالبانو سره په رفتار کي متحدانه عمل وکړي.»
طالبانو د امریکا متحده ایالاتو سره د تړون د امضأ کیدو پر وخت وعده سپارلې ده، چي تروریستي ډلو ته به اجازه ور نه کړي ترڅو د افغانستان له خاوري څخه د نړۍ د نورو هیوادونو پرضد استفاده وکړي. د طالبانو د پخواني حاکمیت پرمهال د القاعده شبکې پخواني رهبر، اسامه بن لادن په امریکا متحده ایالاتو کي د سپټمبر د ۱۱ حملو ته سازماندهي ورکړې وه.
د چین جمهوررییس، شي جین پینګ تیره اونۍ د شانګهای د همکاریو سازمان په جلسه کي ویلي ول چي «ذیدخل طرفونه باید په افغانستان کي د تروریزم ريښه وکاږي او چین به خپلو امکاناتو ته په کتو سره ډیره مرسته وکړي.»
د روسیې جمهوررئیس ولادیمیر پوتین د عمومي اسامبلې په غونډه کي د خپلي بیانيې پر وخت وویل، چي روسیه باید له طالبانو سره همکاري وکړي او جهاني قدرتونه باید د افغانستان د کنګل سوو پيسو پر ازادیدو باندي فکر وکړي.