په کاناډا کي د ۲۱۵ بومي کوچنیانو د جسدونو وحشتناکه کشف
۱۴۰۰ خرداد ۸, شنبهد کاناډا د بومي اوسیدونکو د ټولني د یوه مدیر، روزن کازیمیر په حواله دغه وحشتناکه کشف د هغو رادارونو پواسطه تر سره سوی دی، چي د دغي عیسوي صومعې (مدرسې) په محوطه کي د تحقیقاتي اهدافو پخاطر ورڅخه استفاده کیدله.
د دغو بومي کوچنیانو د مړه کیدلو دلیل تر اوسه پوري معلوم ندی او د هغوی مړینه درج سوې هم نده. فقط د لیلیې د مسؤلینو لخوا د هغو د ورکیدو خبر ورکول سوی ؤ.
د کملپوس صومعه (مدرسه) یوه د هغو ۱۳۹ عیسوي مدرسو د جملې څخه وه، چي د ۱۹ قرن په اخره کي جوړه او کاتولیکي عیسویانو د کاناډا د حکومت په نمایندګۍ د هغه مدیریت او رهبري پر غاړه درلوده.
د دغو مدرسو د جوړیدو هدف د خپل کلتور او فامیلو څخه د بومي کوچنیانو جلا کیدل او په زوره عیسوي مذهب ته اړول ؤ.
هغوی په دغه مدرسه کي نه یوازي په مورنۍ ژبه د خبرو څخه محروم وه، بلکي اکثرو یې د معلمانو لخوا جسماني شکنجه او جنسي ازار هم لیدلی دی.
په کاناډا کي د بومي کوچنیانو آخري عیسوي مدرسه په ۱۹۹۶ م کال کي وتړل سوه.
آژانسونه/ق.ن/ اا