ترودو: د کاناډا په فضا کې مو یو ناپيژندل شوی څیز ویشتلی دی
۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبهد شمالي امریکا پر آسمان یو وار بیا یو الوتونکی نا پيژندل شوی څيز را نسکور کړای شوی دی، خو دا وار په کاناډا کې. مخکې تر دې امریکایي چارواکو د آلاسکا پر فضا د یوه نا پيژندل شوي شي د را نسکورولو خبر ورکړی و.
واشنګټن: د چین بالون د ستر جاسوسي پروګرام برخه وه
د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو د شنبې (د فبرورۍ ۱۱ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې د کاناډا په شمال لویدیځ کې د امریکا د جنګي الوتکو په وسیله یو ناپيژندل شوی شی را نسکور کړای شوی دی. په دغو عملیاتو کې د کاناډا جنګي الوتکو هم ګډون کړی وو.
د کاناډا لومړي وزیر ویلي دي چې د دغه هیواد پوځي ځواکونو د را نسکور شوي شي یا څیز ټوټې را ټولې کړي دي او وروسته به بررسي او و ارزول شي. نوموړي زیاته کړې ده چې په دې اړه یي د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هم خبرې کړي دي.
د کاناډا د دفاع وزیرې آنیتا آناند په خبره دغه څیز «استوانه ای شکل» درلود او د شاوخوا ۱۲ کیلومترو په ارتفاع کې د پرواز په حال کې و.
د فیبرورۍ په ۴ نیټه د امریکا متحده ایالاتو په فضا کې د چین د جاسوسۍ بالون تر کشف او را نسکورولو وروسته د امریکا ځواکونه د ځانګړي تیارسئ په حال کې ول.
سپینې ماڼۍ د شنبې (د فیبرورۍ۱۱ نیټه) ورځې په سهار د آلاسکا سمندر دپاسه فضا کې د امریکایي پوځ له خوا د یوه ناپيژندل شوي الوتونکي ډوله شي یا څیر د را نسکورولو خبر ورکړی وو.
د چین د هوايي بالونونو په اړه څه په ډاګه شوي
د امریکایي چارواکو په خبره د دغه څیز حجم د هغه چینایي بالون څخه په مراتبو کوچنی وو چې مخکې تر دې د امریکايي پوځ له خوا را نسکور کړای شوی و. تر اوسه پورې د دغه الوتونکي جسم یا څیز د ماهیت په هکله جزویات نه دي ورکړل شوي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا