په اسلام آباد کې د ولسي کتلور کلنی فیستیوال
د اسلام آباد په دې فیستیوال کې د دغه هیواد د څلورو ایالتونو کلتور او د کلیوالي لاسي صنایعو هنر نندارې ته وړاندې شوی وو. په دې فیستوال کې د هنرمندانو له خوا نندارې ته ایښودل شوي توکي د مینه والو له خوا ډیر وستایل شول.
سکړک او سابه
له لاهور څخه سیمي خان دويچه ويله ته وویل چې هغې په دې فیستیوال کې د خپلې غرفې له پاره په ورځ کې لس زره کلدارې ورکړي دي. د میرمن خان په خبره د لومړیو پنځو ورځو په پرتله د وروستیو دوو ورځو عاید یې ښه و. د جوارو ډوډۍ یا سوکړک او سابه د پنجاب ایالت په سیمه ایزو فیستیوالونو کې په ډیر شوق سره خوړل کیږي.
د چای او کاوې غرفه
په سږنۍ ولسي کلتوري مېله کې لیدونکو او مېلمنو د چای په مختلفو غرفو کې په سیمه ایزو طریقو جوړیدونکي چای او کاوې (چې په افغانستان کې ورته خوږ شین چای هم وایي) خوند اخیسته. تر ټولو ډیر ازدحام به د چای پر غرفو وو. کشمیري چای او پيښورۍ کاوه یا قهوې تر ټولو ډیر مینه وال درلودل.
سجي
په دې فیستیوال کې د بلوچستان سجي د ډېرو مینه والو پام ځانته را اړولی وو. له کویټې څخه راغلي امان الله دویچه ویله ته وویل چې د یوه بشپړ سجي چرګ قیمت زر کلداری دی.
تنسته
په سند ایالت کې د لاړکانه څخه عایشته جانم وایي دا لومړی ځل دی چې په داسې یوه ولسي کلتوري فیستیوال کې ګډون کوي. هغې وویل چې د اوبدلو د دې قالب یا تنستې لیدل د مېلمنو له پاره ډیر په زړه پورې ول. دوی ولیدل چې له صنعتي فابریکو څخه لیري پرتو سیمو کې ټوکران څنګه جوړیږي.
لاسي صنایع
د ۲۰۲۱م کال په دغه ولسي کلتوري مېله کې له خیبر پښتونخوا څخه راغلو هنرمندانو او د لاسي صنعت مینه والو له خوا ښه امادګي نیول شوې وه. دغه مېله له مختلفو سیمو څخه د راغلو خلکو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو او هیلو د ټوکیدو سبب هم کیږي.
کلتوري تنوع
د روان کال په فیستیوال کې د دغه هیواد د ټولو سیمو د کلتور، کلیوالي هنر او لاسي صنایعو استازیتوب په واضح ډول ښکاريده چې له امله یې دغه فیستیوال په پاکستان کې د کلتوري تنوع یوه ښکاره بېلګه معلومیدله.
پيښوري ملبوسات
په دې مېله کې له خیبر پښتوخوا څخه د لاسي صنایعو او ګنډل شوو توکو بازار ډیر تود وو. په دې غرفه کې په لاس جوړ شوي پيښوري ملبوسان، خولي، د لاس او غاړې دسمالونو او نورو توکو د لیدونکو پام ځانته را اړولی وو.