آیا دليپ کمار په پيښور پسې خپه دی؟
۱۳۹۹ مهر ۱۳, یکشنبهد پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د لرغونو آثارو ادارې د پيښور ښار په قصه خوانۍ بازار کې د هند د مشهور فلمي ستوري دلیب کمار او راج کپور د پلرنيو کورونو پر موزیم د بدلولو پریکړه وکړه. دلیپ کمار تر دغې پریکړې وروسته له ځایی خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه کور انځورونه دې په ټولنیزو رسنیو کې ورسره شریک کړي.
دلیپ کمار په توتیر کې د یوه سیمه ایز خبریال شیراز حسن څخه چې د ده د پلرني کور انځورونه یې په ټولنیزو رسنیو کې شیر کړي وو په مننې سره لیکلي وو: «په پيښور کې له موجودو نورو خلکو هم غوښتنه کوم چې زما د پلرنۍ مېنې انځورونه دې خپاره کړي.»
د دلیپ کمار تر دې ټویټ وروسته له پيښور څخه د هغه د مينه والو له خوا د DilipKumar# تر عنوان لاندې په ډیر لوړ شمیر کې د هغه د پلرني کور د انځورونو د خپرولو لړۍ پيل شوه.
دلیپ کمار په خپل ټاټوبي کې د تیر کړو او نه هیریدونکو شېبو په اړه په ۲۰۱۱م کال کې لیکلي وو: «د قصه خوانۍ بازار ښاېسته یادونه دي. د قصو اوریدلو لومړی سبق مې هم هلته ترلاسه کړی وو، کوم چې وروسته یې له ما سره زما د کار په برخه کې د کیسو او سکریپټ په انتخابولو کې ډيره مرسته کړې ده.»
په ممبئي کې د هند په فلمي صنعت کې تر قدم ایښودلو مخکې دلیب کمار د پيښور قصه خوانۍ بازار کې اوسیده. نوموړی په ۱۹۲۲م کال کې د پخواني هندوستان په پيښور ښار کې زیږېدلی وو، نو په دې توګه د هغه پلرنی ټاټوبی د اوسني پاکستان پېښور ښار دی. دلیپ کمار ۹۷ کاله عمر لري او اوس د ممبئي په باندره سیمه کې اوسیږي.