۱۴۰۰ آذر ۱۰, چهارشنبهپه افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په پایله کې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د نجونو پر مخ د تعلیمي ادارو بندیدو د افغانانو اندیښنې دوه برابره زیاتې کړي دي. دغو شرایطو ته په کتلو سره یوه افغان ځوان د Ulearna په نوم د یوه پلیټ فارم په جوړولو سره هڅه کړې د انټرنټ له لارې لسګونو کسانو ته د کار او زرګونو نورو ته په مختلفو بخشونو کې د زده کړې زمينه مساعده کړي.